د ایران او د اوګاندا د ولسمشرانو لیده کاته
Jul 13, 2023 02:25 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر افریقا ته د خپل سفر په دوام کې له کنیا څخه اوګاندا ته تللی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د خپل اوګاندایي سیال «یووری موسونی»په رسمي بلنې سره، دې هیواد ته لاړ چي د اوګاندا د ولسمشر له تود هرکلی سره مخ شو.
د دواړو هیوادونو پلاوو په مختلفو ډګرونو کې د همکاریو د پراختیا په هکله خبرې اترې کړي دي.
د ویزا معافیت، کړهنیزې همکارۍ، د ګډې کمیټې جوړېدا په شمول د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په حضور کې د همکاریو ۴ سندونه لاسلیک شول.
ټیګونه