د ایران امنیت سیمه ایز او ولسي دی
-
د ایران د اسلامي جمهوریت د هوايي دفاع د ځواکونو قومندان جنرال \"علیرضا صباحي فرد\"
د ایران د اسلامي جمهوریت د هوایي ځواک قوماندان وویل: د ایران امنیت سیمه ایز او ولسي دی چې د وسله والو ځواکونو د کارکوونکو له انګېزې، ایمان، ارادې او پر ځان باور څخه سرچینه اخلي.
د ایسنا خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د هوايي دفاع د ځواکونو قومندان جنرال "علیرضا صباحي فرد" د شمال لوېدیځ هوايي دفاع زون ته د سفر په ترڅ کې د مختلفو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ یې د دې دفاعي واحد چمتووالی او عملیاتي وړتیا د کچې ارزونه وکړه.
جنرل صباحي فرد زياته کړه: د ايران وسله وال ځواکونه په تېره بيا دفاعي ځواکونه تل په صحنه کې دي او هېڅکله د هېواد د امنيت او ملي ګټو په تړاو هېڅ ډول ناغیړي نه کوي، ځکه د وسله والو ځواکونو سره کرښه د نظام او د خلکو د امنیت ساتنه ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت د هوايي دفاع ځواک (نپاجا)د پوځ له څلورو فرعي ځواکونو څخه یوه ده، چې د دغه هېواد د هوايي حریم د ځمکنۍ دفاع دنده پر غاړه لري.