ایران او عمان د اقتصادي اړیکو د پراختیا په لاره کښې دي
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د عمان له خارجه وزیر بدرالدین حمد البوسعیدي سره په کتنه کښې وویل په تیرو دوه ویشتو (۲۲)میاشتو کښې د مسقط او د تهران د تجارتي تبادلو اندازه څه د پاسه پینځویشت برابره شوي ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون مازیګر د خارجه وزارت په ودانۍ کښې د عمان د باندنیو چارو د وزیر بدرالدین حمد البوسعیدي هرکلی وکړ.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدرالدین حمد البوسعیدي سره له کتنې وروسته په ګډ خبري کانفرنس کښې وویل زر به د دواړو هیوادونو د مشرانو د موافقو د تعقیبولو لپاره د ایران او د عمان د اقتصادي کمیسیون غونډه وشي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ډاګینه کړه چې وړمه ورځ مو د ډيپلوماټیک کانال له لارې د ایران د دریو ټاپوګانو په هکله د روسیې له چارواکو څخه توضیحاتي بیانیه ترلاسه کړي ده خو مونږ دغه توضیحات کافي نه ګڼو.
هغه د اوکراین د جنګ د بندیدا پرضرورت باندې ټینګار سره وویل د هیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام باید د ټولو سرلوحه ووسي.