له اسلامي انقلابه وروسته د ایران میرمنې وسمنې شوې
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په هیواد کښې د ښځو پرمختګ د اسلامي انقلاب ویاړونه وبلل.
په ایران کښې ښځې په علمي ، کلتوري، اقتصادي ، ټولنیزو او تربیتي ډګرونو کښې مهم رول لوبوي او دغه رول لوبول په پوهنتونونو کښې د ښځو د زیات شتون او د علمي استعدادونو د ودې د زمینو په برابریدا سره محقق شوي دي وویل د ښځو لخوا د ایران د پوهنتونونو د اوویشت فیصده علمي پلایو لاس ته راوړل او د علمي مرکزونو د اوه څلویښت فیصده څوکیو لاس ته راوړل د دغه حقیقت ښودنه کوي.
د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقرقالیباف د ټول هیواد د محصیلینو د بسیجیانو د تشکلونو د انجلیو په غونډه کښې وویل د ایران میرمنې له اسلامي انقلاب وروسته وسمنې شوې.
قالیباف په دې خبرې سره چې د تیر دوبي په بلواو کښې د ښځو بسیج محصیلینو تشکلونو د اسلام او د اسلامي انقلاب دفاع وکړه وویل د دغه موضوع اوج هغه ځای و چې لویدیځو هیوادونو او اروپايي اتحادیې په بلواو کښې له ماتي خوړلو وروسته د ایران د محصیلینو په بسیج تشکلونو بایکاټ ولګاوه.