د ایران خارجه وزیر:
برجام ته د ستنېدو لپاره مو د عمان طرحه تر لاسه کړه
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل عمانی سیال سره د کتنې په هکله، په ټینګار سره وویل: عمان برجام د نړیوالې ایټمې موافقې ته د ټولو لورو د راستنېدو په موخه، د نظرونو د نژدېوالې لپاره هڅه کوي.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدی تهران ته په سفر کې د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره، خبرې اترې وکړي.
د ایران او عمان اړیکې په تېرو څو لسیزو کې د فارس په خیلج کې د لانجو او د ایران په ضد د امریکې د لمسونونو سربیره، تل مثبتې پاتې شوې دي.
عماني چارواکي باوري دي چي ایران په سیمه کې یو لوی هیواد دی او د نژدې اړیکو پالل ورسره یو ضرورت دی. ایران او عمان هیڅ ډول سرحدي شخړې هم نه لري.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان تهران ته د عمان د خارجه وزیر د سفر او د مطرح شویو موضوعاتو په هکله وویل: په تېر یو کال کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د تر سره شویو هوکړو د عملي کېدو بحث د دې کتنې اصلي اجنډا وه.
هغه په دوام کې د عمان او ایران تر مینځ د سیمې او د نړیوالو مسائلو په هکله سلامشورو ته هم اشاره وکړه او وویل: د عمان خارجه وزیر هغه موضوعاتو باندې کار کوي چي په سیمه کې د لانجو له ختمولو سره مرسته کوي.
عبداللهیان جوته کړه: د ۶ جنوبي ګاونډیو او ۲ شمالي ګاونډیو یعني ایران او عراق په ګډون مو د فارس خلیج د خبرو اترو او د همکاریو د ډلې د رامینځ ته کېدو وړاندیز مطرح کړ، کېدایشي یمن هم په دغه ډله کې ورزیات شي، د دې ډلې د فعالیتونو د څرنګوالې په هکله مو له خپل عمانی سیال سره خبرې وکړې. د ایران خارجه وزیر زیاته کړه: عمان همدارنګه د برجام ایټمې هوکړې ته د ټولو لورو د ورستنېدو په هدف سره، د نظرونو د نژدیوالې هڅه کوي او په دې زمینه کې یې یوه طرحه هم وړاندې کړې ده