مسلمان ملتونه باید د سویډن حکومت پښیمانه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136016-مسلمان_ملتونه_باید_د_سویډن_حکومت_پښیمانه_کړي
ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ د تهران د جمعې لمانځه موقته امام ایت الله سید احمد خاتمي په سویډن کښې د قران کریم بیا سپکاوي ته په اشارې سره وویل مسلمان ملتونه باید د سویډن حکومت پښیمانه کړي.
(last modified 2023-07-21T10:25:57+00:00 )
Jul 21, 2023 14:50 Asia/Kabul
  • مسلمان ملتونه باید د سویډن حکومت پښیمانه کړي

ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ د تهران د جمعې لمانځه موقته امام ایت الله سید احمد خاتمي په سویډن کښې د قران کریم بیا سپکاوي ته په اشارې سره وویل مسلمان ملتونه باید د سویډن حکومت پښیمانه کړي.

هغه زیاته کړه که چیرې کوم لیونی یوه غلطۍ وکړي نو مونږ هغه د نوموړي  حکومت کار نه ګڼو خو د سویډن پولیسو د قران کریم د سپکاوي ملاتړ کړی دی.

ایت الله خاتمي ډاګینه کړه مسلمان ملتونه باید د سویډن حکومت پښیمانه کړي.

د تهران د جمعې لمانځه موقته امام ایت الله سید احمد خاتمي وویل مونږ د عراق د حکومت او د ملت لپاره ځانګړی احترام لرو چې د سویډن سفیر یې د امریکا سفارت ته تښتیدا ته مجبوره کړ  او دوې باید پوه شي چې له قران سره لوبې کول سخت لګښت لري.