د ټول اسلامي ایران خلکو د قران کریم سپکاوی په کلکه وغاند
زمونږ خبریال راپور راکړی د ټول اسلامي ایران د جمعې لمانځه ترسره کونکو د لاریونونو په ترسره کولو سره په سویډن کښې د قران کریم سپکاوی وغاند.
د «سلوان مومیکا» په نوم یوه سرزوري کس د تیرې جون میاشتې په اتویشتمه نیټه په سویډن کښې د قران کریم سپکاوی کړی او پرون یې هم د دوهم ځل لپاره د پولیسو په اجازې سره د قران مجید سپکاوی وکړ.
د ایران مظاهره چیانو د شعارونو په ورکولو سره قران مجید ته له سپکاوي کرکه څرګنده کړه.
د ایران مظاهره چیانو دغه راز غوښتنه وکړه چې د ایران خارجه وزارت د نورو اسلامي هیوادونو په ملګرتیا سره له سویډن سره په خپلو ډيپلوماټیکو اړیکو کښې بیا کتنه وکړي.
په همدې ارتباط پرون مازیګر په تهران کښې د سویډن سفیر د قران کریم په بیا سپکاوي باندې اعتراض کښې د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شو او هغه ته د ایران د اسلامي جمهوریت سخت اعتراض ورسول شو.