د قران د سوزولومجوزصادرول د ماډرن جاهلیت سمبول دی
رییسي زیاته کړه د قران کریم یو حکم په ټولو بڼو کې له جاهلیت سره مبارزه ده او ماډرن جاهلیت پیروان په همدې وجه له قران سره کینه لري .
د ایرنا له راپور سره سم د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د کابینې په غونډه کې قران کریم د بشپړه انسان په څنګ کې د انسان د ژغورنې او هدایت دوه رکنونه وبلل او جوته یې کړه د قران کریم په سپکاوی کې د وروستیو اقداماتو مجوز د بیان د ازادۍ د ادعا په اپوټه او د ماډرن جاهلیت بیلګه ده .
رییسي زیاته کړه د قران کریم یو حکم په ټولو بڼو کې له جاهلیت سره مبارزه ده او ماډرن جاهلیت پیروان په همدې وجه له قران سره کینه لري .
د اسلامی ایران ولسمشر جوته کړه د ویښتیا هغې څپې ته په پام سره چی په نړۍ کې په پراخیدو ده ، یوه ورځ به ټول خلک د قران کریم د سپکونکیو په انساني ضد ، پلیتو او سپیرو نیتونو پوهه شي .
د عراقي توکمه سویډي افراط پال سلوان مومیکا ددوهم ځل لپاره د سویډ دپولیسو په بشپړ ملاتړ سره دقرآن کریم سپکاوی بیا تکرار کړ.له دې وروسته په ډنمارک کې هم یوې افراطي ډلې په کوپن هیګ کې دعراق د سفارت په وړاندې د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله.