د افغانستان او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه :-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ښې چارې اوس به د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
ګرانو لوستونکو نن به لومړۍ د تهران چاپ «کیهان» ورځپاڼه ولولو چې مهم سرټکي یې څه دي.
هغه پلان چې ډیرو خلکو په صهیونیسټ رژیم کښې د هغه د تصویبیدا په هکله خبرداری ورکړی و او د هغه تصویبیدل یې د اسرائیلو د ختمیدا په معنا بللي وو پرون په تل ابیب کښې د ډیرو پراخو کاربندیزونو ، اعتراضونو او د بلواو په مینځ کښې تصویب شو او صهیونیسټ رژيم یې د خپل جوړ کړی شوي کورني کړکیچ نوي پړاو ته ورننباسه.
په پارلمان کښې د لومړي وزیر نتانیاهو د پلان په تصویبیدا سره د حکومت د مخالفانو مشر یائیر لاپید په دغه رژیم کښې د عمومي کاربندیز غوښتنه وکړه.
صهیونیسټ رژيم اوس په داسې شرایطو کښې دی چې څو میاشتې مخکې یې په ایران کښې د داسې شرایطو د رامینځته کولو هڅه کوله.
په جاپان کښې د چین سفیر وویل د اسیا او اوقیانوسیې په لور د پراختیا لپاره د ناټو پروګرام د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ده او په دې هکله یې جاپان ته خبرداری ورکړ.
له بحرین څخه رسیدلي راپورونه وايي له هغو پراخو محدودیتونو سره سره چې د بحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم د محرم په میاشت کښې د شیعه مسلمانانو لپاره رامینځته کړي دي د هیواد شیعه مسلمانانو دغو محدودیتونو ته له پام کولو پرته د پلازمینې منامې په واټونو کښې په شتون سره د شهیدانو د سالار حضرت امام حسین علیه السلام ماتم وکړ.
په ډانمارک کښې د مسلمانانو د اسماني کتاب قران کریم له بیا سپکاوي وروسته د عراق سرچینو وویل په بغداد کښې د ډانمارک ډيپلوماټان له دغه ښاره تللي دي یا په بل تعبیر تښتیدلي دي.
د عراق د کردستان د یوه قدرتمن ګوند د جاسوسۍ ادارې یو لوړرتبه چارواکی «محمد میرزا سیندي» په «دهوک» ښار کښې په ګاډي کښې په یوې بم چاودنې کښې ووژل شو.
په امریکا کښې د وسله والو تاوتریخوالو نوي شمیرنې وايي دغه هیواد د یوه نوي ریکارډ په ثبتولو یعني په اوو میاشتو کښې د ډزو په څلور سوه موردونو سره په روانې جولاۍ میاشت کښې په پینځو شپيتو ځله ډزو سره یواتیا کسان وژلي دي.
د یمن سبا خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د یمن د پلازمینې صنعا د ارشاد او د حج او د عمرې د چارو دفتر د حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت د د مراسمو فعالیتونه د« هیهات من الذله» په شعار سره پیل کړل.
د انګلستان «فیننشل ټایمز» ورځپاڼې په یوه راپور کښې وویل لویدیځو هیوادونو د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ته په پټه ویلي دي چې په دغه جنګ کښې د اوکراین په بریالي کیدا اعتقاد نلري.
د ناټو مشرانو زلنسکي ته ویلي دي چې اوکراین به په جنګ کښې بریالی نشي.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو.
()
د روسیې دفاع وزارت په دې خبرې سره چې اوکراین په دوو بې پایلوټه الوتکو سره په پلازمینې ماسکو حمله وکړه خو دغه برید شنډ کړی شو.
اوکراین دغه راز په کریمه جزیرې هم د بې پایلوټه الوتکو برید کړی او روسیې وویل چې د اوکراین دیارلس بې پایلوټه الوتکې یې نسکورې کړي دي.
د صهیونیسټ رژیم «هاارتص» ورځپاڼې په یوه راپور کښې د ایران او د فارس خلیج د عربو هیوادونو د اړیکو ښې کیدا ته په اشارې سره وویل مصر هم له ایران سره د اړیکو د عادي کولو په حال کښې دی.
د صهیونیسټ رژیم د کورني امنیت د مطالعاتو مرکز وویل چې د اسرائیلو پوځ د دړې وړې کیدا په درشل کښي دی.
دغه مرکز وویل د صهیونیسټ رژی کورنیو پیښو پوځ لړزانده کړی دی.
د ټایوان وسله والو ځواکونو په خپلې کلنۍ پوځي مانورې کښې د چین له هر ډول احتمالي یرغل او د اوږدې مودې له کلابندۍ سره د مقابلې لپاره له روسیې سره د اوکراین د جنګ تجربې وزمویلې.
د سوریې دفاع وزیر« علي محمود عباس »په امان کښې د اردن د پوځ له مشر «یوسف الحنیطي» سره کتنه وکړه او په دغه کتنه کښې د اردن د جاسوسۍ ادارې مشر احمد حسني او د سوریې د استخباراتو مشر هم شتون درلود.
د امریکا تجربه کاره ډیپلوماټه وینډي شیرمان چې همدا اوس د جوبایډن د حکومت د خارجه وزیر مرستیاله او قائم مقامه ده د روان میلادي کال په روانې میاشت کښې متقاعده کیږي او په سیاسي چارو کښې د خارجه وزیر مرستیاله ویکټوریا نولانډ په موقته توګه د هغې ځاې ناستې کیږي.
د یمن انصار الله غورځنګ ته اړونده د لوړې سیاسي شورا مشر «مهدي المشاط» د سولې په خبرو کښې د سعودي عربستان د کار ړنګونې له دوام وروسته له عربستان سره د دغه غورځنګ د خبرو اترو د بندیدا خبر ورکړ.
هغه وویل یمن د سعودي عربستان بانکونو ته د یمن د تیلو او د ګازو د عایداتو د انتقالولو په وړاندې د یمن د حکومت د کارکونکو د معاشونو او تنخواګانو د ورکولو لپاره د ریاض له وړاندیز سره مخالفت کړی دی.
خبري سرچینو وویل چې د صهیونیسټ رژيم د کابینې د قضايي اصلاحاتو د جنجالي لایحې پرضد په نهویشت ورځې اعتراضونو کښې څه د پاسه پینځه لکه صهیونیسټانو په ټولو نیواکي ټاټوبو کښې په واټونو کښې مظاهرې وکړې او هغوې د قضايي اصلاحاتو د لایحې د تصویبیدا د بهیر د بندیدا غوښتنه وکړه.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو.
ډیپلومات مجلې د افغانستان د طالبانو له حکومت سره د ازبکستان د اړیکو په اړه لیکنه خپره کړې ده.
د دې لیکنې په پیل کې د روانې جولای میاشتې په اتلسمه په اسلام اباد کې د پاکستان، ازبکستان او طالب چارواکو هغې غونډې ته اشاره شوې، چې په افغانستان کې د رېل لارې د جوړېدو په اړه موافقه پکې وشوه.
دا رېل لاره به د جوړېدو په صورت کې ازبکستان د افغانستان له لارې له پاکستان سره وصل کړي.
د ډیپلومات مجلې پر اساس، په پام کې ده چې دا پروژه تر ۲۰۲۷ م کال پورې بشپړه شي او تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې به له دې لارې په کال کې تر ۱۵ میلیون ټنه پورې توکي انتقال شي.
د ډیپلومات له لیکنې سره سم، ازبکستان له تېرو ۶ کلونو راهیسې په افغانستان کې د رېل لارې د جوړېدو او له دې طریقه له پاکستان او تودو اوبو سره د وصلېدو په فکر کې دی.
د ۲۰۱۷ په دسمبر کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغانستان د هماغه وخت له ولسمشر اشرف غني سره د دې پروژې د تطبیق موافقه لاسلیک کړه.
له دې یو کال وروسته د افغانستان، ازبکستان، پاکستان، روسیې او قزاقستان د رېل لارو د ادارو مشرانو پر دې پروژې موافقه وکړه او د ۲۰۱۸ په پای کې یې په تاشکند کې په دې غونډه وکړه چې له مزارشریف څخه تر پېښور پورې رېل لاره څنګه جوړه شي.
خو دا پروژه په بیلابیلو دلایلو وځنډېده.
یو دلیل یې دا و چې د ۲۰۲۱ په اګست کې طالبان واک ته ورسیدل.
د روانې جولای په نولسمه د ازبکستان ولسمشر د سعودي عربستان په ریاض کې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا او مرکزي اسیا په سرمشریزه کې د فارس خلیج د سیمې له هیوادونو وغوښتل، چې په دې پروژه کې برخه واخلي ځکه چې دا پروژه منځنۍ اسیا د خلیج د سیمې له هیوادونو سره وصلوي.
()
د بریتانیا «اینډیپندنټ» ورځپاڼې بیا د افغانستان سېلابونو ته کتنه کړې ده؛ هغه سېلابونه چې له کبله یې د ورځپاڼې تر خپرېدو پورې د ۳۱ تنو مړینه او د ۷۴ نورو ټپي کېدل تایید شوي وو.
اینډیپیندنټ کاږي، د دې سېلابونو له کبله تر ۶۰۰ ډېر کورونه نړېدلي یا زیانمن شوي دي.
د افغانستان د وروستیو ورځو سیلابونو په ځانګړي ډول په میدان وردګ ولایت کې ډېر تاوانونه رامینځته کړي دي.
په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد په خورا بد حالت کې دی او بېوزلي په بې ساري ډول زیاته شوې ده، دا ډول سېلابونه د افغانانو کړاوونه لا زیاتوي.
راپورونه وايي، چې سېلابونو سلګونه څاروي مړه کړي او زرګونه جریبه کرنیزه مځکه یې هم ویجاړه کړې ده.
تېر کال هم په همدې شپو ورځو کې د افغانستان شاوخوا پنځلس ولایتونه سختو سېلابونو ځپلي وو او د سر ومال ډیر تاوانونه یې اړولي وو.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې زړه ته رانږدې ملګرو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور له تاسواجازه غواړو خوښ وسئ.