له باقري کنی سره د چین د سفیر کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136306-له_باقري_کنی_سره_د_چین_د_سفیر_کتنه
په ایران کې د چین سفیر د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر له سیاسي مرستیال سره کتلي دي.
(last modified 2023-07-28T05:13:13+00:00 )
Jul 28, 2023 09:42 Asia/Kabul
  • له باقري کنی سره د چین د سفیر کتنه

په ایران کې د چین سفیر د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر له سیاسي مرستیال سره کتلي دي.

ایران او چین په تېرو کلونو کې په سیاسي اقتصادي، امنیتي دفاعي او جيوپولټیکو ډګرونو کې خپلې اړیکې پراخې کړي او دواړو هیوادونو په دې لړ کې یوه ۲۵ کلنه موافقه لاسلیک کړې ده.

په تهران کې د چین سفیر چانګ هوا د ایران د خارجه وزیر له سیاسي مرستیال علی باقری کنی سره، په کتنه کې وویل: چین ایران سره اړیکو ته استراتيژیک نظر لري او د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړي کېدا او اوږدمهاله ملګرتیا غوښتونکی دی.

باقري کنی هم په دغه  کتنه کې وویل چي ایران په نړیوالو او سیمه ایزو چارو کې د چین د رول لوبوني قدرونه کوي.