له باقري کنی سره د چین د سفیر کتنه
Jul 28, 2023 09:42 Asia/Kabul
په ایران کې د چین سفیر د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر له سیاسي مرستیال سره کتلي دي.
ایران او چین په تېرو کلونو کې په سیاسي اقتصادي، امنیتي دفاعي او جيوپولټیکو ډګرونو کې خپلې اړیکې پراخې کړي او دواړو هیوادونو په دې لړ کې یوه ۲۵ کلنه موافقه لاسلیک کړې ده.
په تهران کې د چین سفیر چانګ هوا د ایران د خارجه وزیر له سیاسي مرستیال علی باقری کنی سره، په کتنه کې وویل: چین ایران سره اړیکو ته استراتيژیک نظر لري او د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړي کېدا او اوږدمهاله ملګرتیا غوښتونکی دی.
باقري کنی هم په دغه کتنه کې وویل چي ایران په نړیوالو او سیمه ایزو چارو کې د چین د رول لوبوني قدرونه کوي.
ټیګونه