چین ته د ایران د تیلو صادرات درې چنده شوی
د کپلر موسسې په تېر کال کې چین ته د ایران د تیلو د صادراتو د درې چنده کېدو خبر ورکړی دی.
د کیلر موسسې په یوه راپور کې ویلي چي په تېرو درو کلونو کې چین ته د ایران د تېلو صادرات درې چنده شوی او د ورځې له ۳۲۰ زره بېلرو نه د ورځې یو میلیون بېلرو ته رسېدلی دی.
دغې موسسې ویلي چي د ایران او چین تر مینځ د ۲۵ کلنۍ موافقې او د ایران د دیارلسم حکومت د سیاستونو په نتیجه کې د دواړو هیوادونو اړیکې پیاوړي شوي او د تیلو صادرات هم زیات شوی دی.
د انرژیو نړیوال آژانس هم په خپل نوی راپور کې ویلي چي ایران د سختو مالي محدودیتونو سره، توانېدلی چي خپل د تېلو صادرات د ورځې دوه نیم میلیون بېلرو ته ورسوي.
دا په داسي حال کې دی چي امریکا او اروپایي هیوادونو په وروستیو کلونو کې خپل ټول وس په کار اچولی چي د ایران د تیلو د صادراتو مخنیوی وکړي.