Jul 31, 2023 12:50 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر د پاکستان له حکومت او خلکو سره  خواخوږي څرګنده کړه

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په ترهګریزه چاودنه کې یو شمېر پاکستاني وګړو ته د مرګ ژوبلې له امله د پاکستان له حکومت او ملت سره خپله خواخوږی څرګنده کړه.

د ایران پرس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د یکشنبې په ورځ په باجوړ ښار کې د جمعیت علمای اسلام ګوند په غونډې کې د ترهګریزې چاودنې له امله، یوشمیر پاکستاني وګړو ته د مرګ ژوبلې په تړاو، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته د تسلیت پیغام په لېږلو سره د دغه هېواد له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د پاکستان له حکومت او خلکو سره د خپلې خواخوږۍ او تسلیت په څرګندولو سره، دغه ترهګریز او زړه بوږنوونکی عمل په کلکه وغانده او وویل: دغه ډول غیر انساني او جنایتکارانه عملونه به د هغه عاملینو او آمرانو ته به له تورمخۍ پرته بله نتیجه ورنکړي.

د یکشنبې په ورځ له افغانستان سره په ګډه پوله او د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ سیمه کې، د جمعیت علمای اسلام په غونډه کې ترهګریز عمل وشو چې له امله یې یو شمېر پاکستاني وګړي مړه او ټپیان شول.

په دې سیمه کې د بمي چاودنې له امله د وروستیو شمېرو له مخې، ۴۰ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان دي.

ټیګونه