ایران په آرش ګازي میدان کښې خپل حقوق او ګټې تعقیبوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136472-ایران_په_آرش_ګازي_میدان_کښې_خپل_حقوق_او_ګټې_تعقیبوي
د آرش په نامه ګازي میدان د ایران، کویت او عربستان ترمینځ مشترک دی.
(last modified 2023-07-31T23:53:15+00:00 )
Aug 01, 2023 04:21 Asia/Kabul
  • ایران په آرش ګازي میدان کښې خپل حقوق او ګټې تعقیبوي

د آرش په نامه ګازي میدان د ایران، کویت او عربستان ترمینځ مشترک دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو وزیر ټینګار وکړ، ایران د آرش په نامه د ګیس له میدان څخه ګټه پورته کول او اکتشاف په خپل پروګرام کښې لري او د خپلو حقوقو هر ډول ضایع کیدل نه زغمي.

د آرش په نامه ګازي میدان د ایران، کویت او عربستان ترمینځ مشترک دی.

د ایران د تیلو وزیر جواد اوجي پرون د تیلو او ګیس د ګډو میدانونو د طرحو او پروژو د څیړنې د غونډې ترڅنګ د آرش د ګیس د ګډ میدان په هکله د وویل: د ایران اسلامي جمهوریت تل له ګاونډیانو سره د سرحدي او سمندري مسائلو د هواري ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: د تیلو او ګیس له ګډو میدانونو د ګټه پورته کونې په هکله مو له ګاونډیانو سره تل د مذاکرې او تفاهم لاره غوره کړې ده، د آرش میدان په هکله هم ایران د یوموټې او ګډې ګټه پورته کونې غوښتونکی دی.