په نړۍ کې د ایران د ۴۵ سوداګریزو مرکزونو فعالیت
Aug 01, 2023 11:40 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د سوداګریو پراختیایي سازمان په نړۍ کې د ایران د ۴۵ سوداګریزو مرکزونو د فعالیت خبر ورکړ.
د ایران پرس له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د سوداګریو د پراختیایي سازمان مشر مهدی ضیغمی په یوه غونډه کې د دې په بیانولو چي په وروستیو کلونو کې ایران د تیلو په صادراتو باندې له پېیلتیا نه خلاص شوی، وویل: په تېر کال کې د ایران د غیرر تیلي صادراتو کچه ۵۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.
ضیغمي همدارنګه د سوداګریو په پراختیا کې د یادو مرکزونو رول ته په اشارې سره، جوته کړه: د سوداګریزو چارو سلاکار له هغو دولتي اوزارونو دي چي هغه د هغو ستونزو له هوارولو سره مرسته کوي کوم چي ډیپلماټیکو لارو چارو ته ضرورت لري.
ټیګونه