د ایران او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تلیفوني خبرې
د ایران اسلامي جمهوریت او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې تلیفوني اړیکې په ترڅ کې په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې اترې کړي.
د ایران اسلامي جمهوریت او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې تلیفوني اړیکې په ترڅ کې په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې اترې کړي.
د ایرنا د خبر له مخې د دغه تلیفوني خبرو په ترڅ کې چې د سې شنبې په ورځ ترسره شوې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د خپل تاجکستاني سیال سراج الدین مهرالدین سره په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې او نظریات شریک کړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغه اړیکه کې د تاجکستان ولسمشر ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د مبارکۍ پیغام د ویلو په ترڅ کې د ایران د اسلامی جمهوریت او د تاجکستان د حکومت ترمېنځ دوستانه او نږدې تعلقاتو ته په اشارې سره وویل: اوس د ایران او تاجکستان په اړیکو کې د هر اړخیزو ملګرتیاو نوی فصل رامینځته شوی دی چې د اړیکو دغه وده باید دوام ومومي.
امیر عبداللهیان دوشنبه ته د ایران د ولسمشر سفر او تهران ته د تاجکستان د ولسمشر سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې دوه مهم اقدامات وبلل او زیاته یې کړه،په ایران کې د دیارلسمې دورې د حکومت له پیله تراوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو زیات سندونه لاسلیک شوي او لازمه ده چې د دواړو دولتونو په تعقیب سره د تطبیق پړاو ته ورسیږي.
په دغه اړیکه کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران او تاجکستان له دوستانه اړیکو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د دواړو دوستو او ورونو هیوادونو ایران او تاجکستان ترمینځ د نزدې او لوړې کچې د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
هغه د تاجکستان ولسمشر مهرالدین سلام له لورې په رسمي بلنه د ایران ولسمشر ته دوشنبې ته د دعوت خبر ورکړ.
ایران د هغو لومړنیو هیوادونو په ډله کې و چې د تاجکستان خپلواکي یې په رسمیت وپیژندله او لومړنی هیواد و چې په دوشنبې کې یې خپل سفارت پرانیست.