د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ډنمارک سفیر احضار کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136800-د_ایران_د_بهرنیو_چارو_وزارت_د_ډنمارک_سفیر_احضار_کړ
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ډنمارک کې د قرآنکریم د بې حرمتۍ په دوام د دغه هېواد سفیر احضار کړ.
(last modified 2023-10-10T13:25:45+00:00 )
Aug 07, 2023 13:33 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ډنمارک سفیر احضار کړ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ډنمارک کې د قرآنکریم د بې حرمتۍ په دوام د دغه هېواد سفیر احضار کړ.

په دې وروستیو اونیو کې په ډنمارک او سویډن کې د قرآنکریم د سوځولو څو پېښې شوې دي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل ،نن (دوشنبه) په تهران کې د ډنمارک سفیر په دې هېواد کې د پرلپسې بې حرمتیو له امله د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د لوېدیځې اروپا د مشر له خوا احضار او په دغه هېواد کې د قرآنکریم  د سپکاوي د دغه بهیر د دوام په هکله د ایران سخت اعتراض د ډنمارک سفیر ته وړاندې کړ او له هغه څخه وغوښتل شول چې ژر تر ژره خپلې پلازمینې ته د اعتراضونو کچه اعلان کړي.

کنعاني زیاته کړه چې د ډنمارک سفیر د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د لوېدیځې اروپا عمومي مشر ته د دغه بهیر د مخنیوي لپاره د خپل حکومت د اقداماتو په اړه معلومات ورکړل.

د ایران د ډیپلوماټیکې برخې ویاند د دې په بیان سره چې قرآن ته سپکاوی د صهیونیسټانو یوه ناوړه پروژه ده ټینګار وکړ چې دغه حقیقت د کوربه حکومتونو چې دغه جنایتونه او سپکاوي پکې کیږي د دوی مسئولیت نه کموي .

کنعاني څرګنده کړه چې دغه سپکاوی د دغو هېوادونو د پوليسو په اجازې ترسره کېږي او دا ښيي چې د ډنمارک او سويډن د حکومتونو مسئوليت له پامه نه غورځول کېږي او له نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه ده.