ایران له جاپان سره ګډې سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136814-ایران_له_جاپان_سره_ګډې_سیاسي_اقتصادي_او_کلتوري_اړیکې_غواړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د جاپان له وزیراعظم سره په کتنه کښې، د دواړو هیوادونو ترمینځ د اوږدمهاله ملګرتیا د لارې د نقشې له انځورولو په هرکلي سره، د ګډو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د لوړتیا په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-08-07T21:55:20+00:00 )
Aug 08, 2023 02:23 Asia/Kabul
  • ایران له جاپان سره ګډې سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې غواړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د جاپان له وزیراعظم سره په کتنه کښې، د دواړو هیوادونو ترمینځ د اوږدمهاله ملګرتیا د لارې د نقشې له انځورولو په هرکلي سره، د ګډو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د لوړتیا په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د جاپان له وزیراعظم سره په کتنه کښې، د دواړو هیوادونو ترمینځ د اوږدمهاله ملګرتیا د لارې د نقشې له انځورولو په هرکلي سره، د ګډو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د لوړتیا په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون مازیګر د جاپان له وزیراعظم فومیو کیشیدا سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.

امیرعبداللهیان په دغې کتنې کښې هم داشان د فارس خلیج په سیمه کښې د انرجۍ د مثبت امنیت په لوړولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په مهم رول باندې ټینګار وکړ.

د ایران خارجه وزارت په سیمه کښې نوي بدلونونه، د ثبات، امنیت، پراختیا او هراړخیزې سوکالتیا د لوړاوي په لړ کښې د سیمه ایزو ملګرتیاؤ د پراختیا زیرې ورکونکې وبللې او له دغه بهیر څخه په ملاتړ کښې یې د ایران رول مهم وباله.

د یوکرین د کړکیچ لپاره د سیاسي حل لارې د ضرورت په لړ کښې د ایران د اصولي دریځ تشریح هم یوه بله موضوع وه چې د ایران خارجه وزیر ورته په دغه ملاقات کښې اشاره وکړه.

د جاپان وزیراعظم هم د ایران له ولسمشر رئیسي سره د خپل تیر کال مذاکرات مهم وبلل او د تهران او ټوکیو د اړیکو په اهمیت یې تاکید وکړ.

فومیو کیشیدا په فارس خلیج سیمه کښې له مثبتو بدلونونو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: ټوکیو د پایداره امنیت د پیاوړتیا په لړ کښې د سیمه ایزو ملګرتیاؤ ملاتړ کوي.

هغه همداشان زیاته کړه چې جاپان د ایټمي موافقې د ژمنو د بشپړې اجرا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت او د نورو لورو ترمینځ د مذاکراتو د بیا پيلیدو ملاتړ کوي او په دې لړ کښې مرستې ته تیار دی.

هغه هم داشان د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس او ایران ترمینځ د مثبتو تعاملاتو د دوام هرکلی وکړ.