Aug 17, 2023 10:05 Asia/Kabul
  • په درملو باندې بندیز لګول د ملګروملتونو د منشور  خلاف ورزۍ ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د قضايي قوې د بشري حقوقو د کمیټۍ مشر او د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي وویل: د امریکا لخوا د دوایانو او د خوراکي شیانو په شان د شیانو بایکاټ سبب کیږي چې هر کال په نړۍ کښې په لسګونو زره کسان ووژل شي او ایران هم دغو هیوادونو کښې شامل دي.

هغه د بشري حقوقو خلاف ورزۍ کونکي بایکاټونه ناروا وبلل او په دې خبرې سره چې هیوادونه د ملګروملتونو له منشور سره د توپیر لرلو په دلیل د دغو بایکاټونو اجرا کولو ته ژمن نه دي وویل د ملګروملتونو څارونکي په خپل وروستي راپور کښې د درملو بایکاټ د زیاتو ناروغیو د پراخیدا سبب بللی او هغه بایکاټونه چې د ایران په هکله د اروپايي هیوادونو لخوا لګول شوي دي له امریکا څخه حده زیاته پیروۍ یې بللي ده.

د ایران پرضد د امریکا یواړخیزه بایکاټونو چې د نورو هیوادونو په ګواښلو چې د روغتیایي او د درملنې د مرکزونو د تجهیزولو او د خدماتو د وړاندې کولو او د خاصو او د سمدستي دوایانو د خرڅولو او د لیبراتورانو د تجهیزاتو د انتقالو په شان د چارو له مخنیوي سره یوځاې دي د ایران د خلکو په سلامتیا منفي اغیز اچولی دی او د ایران ډیر خلک یې مړه کړي هم دي چې دا امریکا او د هغې د متحدانو د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ یوه ستر بیلګه ګڼل کیږي.

د ناروغانو په سلامتیا باندې د امریکا د ظالمانه بایکاټونو د اغیز په نوم د بشري حقوقو لومړنۍ نړیواله غونډه پرون په تهران کښې د قضايي قوې د بشري حقوقو د کمیټۍ د مشر او د نړیوالو چارو د مرستیال کاظم غریب ابادي او د خارجي اړیکو د سټراټيژیکې شورا د مشر سید عباس عراقچي په ګډون سره وشوه.

 

ټیګونه