سیستان و بلوچستان ولایت د زیارتوالو کوربه توب ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137326-سیستان_و_بلوچستان_ولایت_د_زیارتوالو_کوربه_توب_ته_چمتو_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان او بلوچستان والي «محمد کرمي» د حسیني اربعین د پاکستان د زیارتوالو د راتلو لپاره د دغه ولایت د چمتووالي خبر ورکړ.
(last modified 2023-08-19T11:15:42+00:00 )
Aug 19, 2023 10:21 Asia/Kabul
  •  سیستان و بلوچستان ولایت د زیارتوالو کوربه توب ته چمتو دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان او بلوچستان والي «محمد کرمي» د حسیني اربعین د پاکستان د زیارتوالو د راتلو لپاره د دغه ولایت د چمتووالي خبر ورکړ.

هغه نن د میرجاوه ولسوالۍ د امام رضا علیه السلام د زیارتوالو د هستوګن ځاې د کتنې په څنګ کښې  د حسیني اربعین د زیارتوالو د هرکلي ویلو لپاره د دغه ولایت چمتووالي ته په اشارې سره وویل نړۍ د اسلامي امت د انسجام او کوټلتیا کتونکي ده او د هغه ښکاره بیلګه د حسیني اربعین پلي تلل دي.

د ایران د سیستان او بلوچستان والي محمد کرمي زیاته کړه باید په تر ټولو ښه ډول د حسیني اربعین د زیارتوالو چې له پاکستانه د ایران سیستان او بلوچستان ولایت ته راځي هرکلی وشي.

د ۲۰۲۳ میلادي کال د سپتمبر د میاشتې شپږمه نیټه یعني د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرې د میاشتې شلمه نیټه د عراق په کربلا دښتې کښې  د نړۍ د شهیدانو د سلار حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه د وفاداره ملګرو د شهادت اربعین دی او زیارتوال په دې ورځ د حسیني اربعین په دستورو کښې د ګډون لپاره کربلا ښار ته ورځي.