د سوېډن نوی سفیر نه منو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137432-د_سوېډن_نوی_سفیر_نه_منو
د ایران د خارجه وزارت ویاند په سوېډن او ډنمارک کې د قرآن شریف د پرلپسې سپکاوی په هکله جوته کړه: د دواړو هیوادونو شارژدافیر خارجه وزارت ته احضار شوي دي، او د قرآن شریف د سپکاوی د امله د سوېډن نوی سفیر نه منو.
(last modified 2023-08-21T09:46:34+00:00 )
Aug 21, 2023 14:15 Asia/Kabul
  • د سوېډن نوی سفیر نه منو

د ایران د خارجه وزارت ویاند په سوېډن او ډنمارک کې د قرآن شریف د پرلپسې سپکاوی په هکله جوته کړه: د دواړو هیوادونو شارژدافیر خارجه وزارت ته احضار شوي دي، او د قرآن شریف د سپکاوی د امله د سوېډن نوی سفیر نه منو.

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی وویل: د قرآن شریف سپکاوی د بیان د ازادی په شعار سره، د توجیه وړ نه دی، قرآن تر ټولو ښکلی بیان دی او د ازادی په پلمې سره، یې سپکاوی د منلو نه دی.

هغه زیاته کړه: د سولې په ادعا سره، د نورو مذاهبو سپکاوی نه شي کېدای، سوېډن او ډنمارک مونږ ته ویلي دي چي د قرآن شریف د سپکاوی مساله څېړي خو تر هغه چي حقیقي مخنیوونکي اقدامات تر سره نه شي د هغوی په خبرو باور نه شي کېدای.    د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل:  مونږ په دې باور یو چي که سوېډن او ډنمارک کې اراده موجوده وي، د دغو هیوادونو په موجوده قوانینو کې هم د قرآن د سپکاوی مخنیوی کېدایشي، خو دغو هیوادونو په خپل چلند سره، ځانونه د اسلامي نړۍ په وړاندې درولې دي.

هغه یادونه وکړه چی ایران په دې زمینه کې جدي اقدامات کړي او ریاض کې کې د سعودي عربستان له چارواکو سره مو په دې هکله خبري کړي دي، او ټاکل شوې ده چي د اسلامي همکاریو د سازمان له پرېکړو سره سم، دا مساله په جدیت سره تعقیب کړای شي.