Aug 23, 2023 05:03 Asia/Kabul
  • عربستان له ایران سره د اړیکو د نوي پړاو غوښتونکی دی

د عربستان واس خبري اژانس راپور ورکړی د سعودي عربستان د وزیرانو پلاوي وویل ریاض له ایران اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د نوي پړاو د پیلولو هڅه کوي.

د عربستان د وزیرانو پلاوي پرون د کابینې په غونډې کښې د ایران او د عربستان د سفیرانو د کار د پیلولو په شمول د ایران د اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان د ډيپلوماټیکو اړیکو د له سره پیلولو د موافقې د اجرا په لړ کښې په ترسره شویو اقداماتو باندې غور وکړ او ویې ویل د متقابل احترام او د ګډو ګټو پراساس له ایران سره  د اړیکو د نوي پړاو د پیلیدا غوښتونکي یوو.

 

ټیګونه