په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ایران استازی اعلان وکړ چي تهران د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د سوریې د حکومت له غوښتنې څخه ملاتړ کوي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی سعید ایروانی وویل: داعش او نورې ترهګرې ډلې د بهرنیو ځواکونو تر واک لاندې سرحدي سیمو کې تګ راتګ کوي چي دا د سیمې د هیوادونو او د ټولې نړۍ امنیت ته یې سخت ګواښ رامینځ ته کړی دی.
د ایران استازی زیاتوي: د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا د بهرنیو ځواکونو د غیرقانوني حضور او د ترهګرو د فعالیتونو او د صهیونیست رژیم د یرغلونو د امله له سختې نقضونې سره لاس په ګریوان ده.
هغه یادونه وکړه چي د امریکایانو او ترکي ځواکونو نیواک او غیرقانوني حضور، او له ترهګرو د هغوی ملاتړ او همدارنګه د لوېدیځو هیوادونو بندیزونه د سوریې د ولس د بې شماره کړاوونو لامل شوی دی.