د ایران د پوځ د ګډو الکترونیکي جنګي تمرینونو پیل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137608-د_ایران_د_پوځ_د_ګډو_الکترونیکي_جنګي_تمرینونو_پیل
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ثابت، ګرځنده، ځمکني او هوایي جنګي سیسټمونو تمرینات د دغه هیواد په مرکز کې پیل شول.
(last modified 2023-08-25T07:28:06+00:00 )
Aug 25, 2023 11:57 Asia/Kabul
  • د ایران د پوځ د ګډو الکترونیکي جنګي تمرینونو پیل

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ثابت، ګرځنده، ځمکني او هوایي جنګي سیسټمونو تمرینات د دغه هیواد په مرکز کې پیل شول.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ثابت، ګرځنده، ځمکني او هوایي جنګي سیسټمونو تمرینات د دغه هیواد په مرکز کې پیل شول.

د صدا او سما خبري آژانس د خبر له مخې، د «سپر حافظان ولایت ۱۴۰۲» په نوم د الکترونیکي جنګي تمرینونو په لړ کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د هوايي ځواک د بې پیلوټه او نورو الوتکو لخوا د هوایي اډې د الکترونیکي ملاتړ عملیات ترسره شول.

همدارنګه، د تمرین په عمومي ساحه کې موقعیت لرونکي بریښنایی دفاعي سیسټمونه هم دفاعي عملیات ترسره کړل او په بریالیتوب سره د بې پیلوټه الوتکو او کوچني برید کونکي ډرون په وړاندې بریښنایی دفاع پلي کړه.

د راډیو او ډیټا مخابراتو پیژندنه او واقفیت، د مایکرو الوتونکو لخوا د ډله ایز تخریب عملیات اجرا کول، او د رادار بریښنایی محافظت عملیات او د مختلفو تاکتیکي او ګډوډي سیسټمونو په کارولو سره د ځمکې پر بنسټ د رادار ګډوډ کول او تیرباسل هم  د دې ګډ تمریناتو برخه چې ترسره شول .

د رادار د بندولو او تخریب عملیاتو پلي کول، د 5 بې پیلوټه الوتکو (ابابیل 3، 4 او 5 او کامان 12) لخوا د بریښنایی محافظت پلي کول او د هوایی او ځمکني پلیټ فارمونو لخوا د کروز توغندیو نیویګیشن فریکیشن عملیات د ګډ بریښنایی جنګی تمرین "د سپر حافظان ولایت 1402" کې د پوځي عملیاتو په برخه کې ځآی پر ځای شوي وو.