د ایران د خارجه وزارت سیاسي مرستیال:
خبرې اترې د لانجو د هوارولو او د همکاریو یوازنۍ لاره ده
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال وویل: دوامداره سلامشورې او خبرې اترې تل د ایران د بهرني سیاست لومړنی انتخاب پاته شوی دی.
د ایرنا له راپور سره سم، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال علی باقري کنی د هالنډ د بهرنيو چارو د وزارت له سیاسي مرستیال مارسل دیفینک سره په ټلفوني تماس کې په دې باندې په ټینګار سره چي خبرې اترې د لانجو له هوارولو سره مرسته کوي، جوته کړه: ایران او هالنډ د همکاریو لپاره په یوه نوي حالاتو کې ښکېل دي، تمه کیږي چي د دواړو لورو د هلوځلو په نتیجه کې دوې اړخیزې همکارۍ پراخي شي.
د ایران د خارجه وزارت سیاسي مرستیال زیاته کړه: که څه هم ممکنه ده د دواړو هیوادونو نظرونه بېل وي، لیکن د هالنډ په وړاندې خبرې اترې او دوامداره ډیپلوماسي تل د ایران لومړی انتخاب پاته شوی دی.
دواړو لورو د خبرو اترو د دوام په ضرورت ټینګار وکړ.