د ایران اواسپانیا خارجه وزیرانود دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
Aug 30, 2023 02:52 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکوی د اسپانیا خارجه وزیر خوزه مانویل البارز د ایران د اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر ښاغلی امیر عبداللهیان سره په ټیلي فوني تماس کې مهمو دوه اړخیزه موضوګانو په اړه د نظر تبادله وکړه
امیر عبداللهیان په اسپانیاکې وروستیو پارلیماني ټاکنو ته په اشارې سره د ایران او اسپانیا د اړیکو د پراختیا په اهمیت ټینګار وکړ .
د ایران خارجه وزیر همداراز په اروپایی اتحادیې د اسپانیا د پړاویزې مشرۍ په یادولو سره د ایران او اروپایی اتحادیې د ملګرتیاواو خبرو اترو د بهیر په اړه د نظر تبادله وکړه .
البارز هم د ایران او اسپانیا تاریخي اړیکو ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیاو له پراختیا هرکلی وکړ .
ټیګونه