د حکومتونوموخه باید د الهی رضا ترلاسه کول او دخلکولپاره کارکول شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137792-د_حکومتونوموخه_باید_د_الهی_رضا_ترلاسه_کول_او_دخلکولپاره_کارکول_شي
د شهید محمد علی رجائي او د شهید محمد باهنر د شهادت په کلیزې کې د اسلامی ایران ولسمشر او حکومتي کابینې غړو نن په حضرت امام خمیني امامباړې کې په شتون سره د اسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي سره  کتنه وکړه .
(last modified 2023-08-30T20:12:13+00:00 )
Aug 30, 2023 11:15 Asia/Kabul
  • د حکومتونوموخه باید د الهی رضا ترلاسه کول او دخلکولپاره کارکول شي

د شهید محمد علی رجائي او د شهید محمد باهنر د شهادت په کلیزې کې د اسلامی ایران ولسمشر او حکومتي کابینې غړو نن په حضرت امام خمیني امامباړې کې په شتون سره د اسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي سره  کتنه وکړه .

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن د ایران د اسلامی جمهوریت له مشر او حکومتي کابینې غړو سره په کتنې کې ټينګار وکړ، دحکومتونود کار راز باید د الهی رضایَت ترلاسه کول او د خلکو لپاره کار وي.

د شهید محمد علی رجائي او د شهید محمد باهنر د شهادت په کلیزې کې د اسلامی ایران ولسمشر او حکومتي کابینې غړو نن په حضرت امام خمیني امامباړې کې په شتون سره د اسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي سره  کتنه وکړه .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دغې کتنې کې وفرمائيل، د بندیزونو د شنډونې ترټولو مهمه ځانګړنه ، د انفلیّشن کمیدا ده .

دوي دغه راز وفرمائيل،  باید د خبرواترو ترڅنګ بندیزونه  شند شي.

د اسلامی انقلاب د خپلې وینا په بلې برخې کې  وفرمائيل،په دغو څه دپاسه دیرشو کلونو کې  مو له ټولو حکومتونو څخه د حمایت په مختلفو توانمنیو او ګروهنو سره ملاتړ کړی دی ځکه چې د هیواد شرائط او هغه موخې چې د خپل ځان لپاره مو انځور کړي دي،په اسلامی جمهوریت کې دا ایجابوي چې درست  له مجرئې قوې سره چې د میدان په مینځ کې ده،مرسته وکړي .

 حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي دغه راز  له ګاونډیانو سره د ارتباط سیاست پشمول د بهرني سیاست په برخې کې د حکومت  فعالیتونه  ډير ښه وبلل او وې وئيل، باید له هیڅ یو ه  ګاوڼډی سره کومه شخړه  ونه لرل شو  او که  کومه شخړه هم وي ، باید په ملګرتیا بدله شي  چې  په دې زمینې کې ځیني ګامونه پورته شوي دي  چې پکار ده دوام ومومي .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  د هغو ټولو حکومتونو ارتباط چې  له ایران سره  ارتباط سره ګروهمن دي ، (له په ګوته شمیر  استثنائي پرته)د ایران د اوسني حکومت  یو بل سیاست وبالۀ او وې وئيل، په دوو نړیوالو  اورګانونو کې غړیتوب هم ډير مهم کار ؤ چې  ښئ ،هیواد په یوه داسې وضعیّت کې دی چې نړیوالې موسیسې او اورګانونه   له ایران سره  ارتباط ته ګروهمن  او هوډمن دي  او  دخپلو محاسباتو په اساس  او د ایران واقعیّتونو ته په پام سره ، زمونږ له هیواد سره  ارتباط لازم ګڼي.

همداراز  د ایران په ضد د بندیزونو اصلی موخه  د ولس معیشت او د دوي برمته کول وبلل او وې وئيل، د بندیزونو دختمولو په زمینې کې ځیني کارونوه او خبرې اترې روانې دي  چې پخپل ځاي کې سمې او محفوظې دي ،البته  له دې سره سم  دبندیزونو شنډول هم تعقیب شي . دا  نظرغلط  ،ارتجاعي  او له  سل کلن مخکیني وخت سره اړونده دی چې څو اروپائي هیوادونه ددنیا پولیس مین وي ، البته نن سبا باید  دغه زوړ او مرتجح نظر څنګةشي او درک شي چې  له دنیا سره ارتباط یعني  له  افریقا،جنوبی امریکا او اسیا سره ارتباط ، د طبیعي او انساني شتمنیو لوئې سرچینې  دي، ددې په ترڅ کې چې  د نړیوالو ارتباطاتو معیار ، ملی عزت او ګټې دي  او  په ارتباط کې هم سلطه پالنه او هم سلطه منل  باید وجود ونه لرل شي.

 

Image Caption