له ټروریزم سره مقابله نړیوال ضرورت دی
(last modified Wed, 30 Aug 2023 23:32:45 GMT )
Aug 31, 2023 04:02 Asia/Kabul
  • له ټروریزم سره مقابله نړیوال ضرورت دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال علي باقري کني له ترهګرۍ سره د مبارزې ورځې ته په اشارې سره ټينګار وکړ له ټروریزم سره مقابله کول نړیوال ضرورت دی او رښتیوني او ډله ئیزه ملګرتیا له دغه شر سره د اغیز شیندونکي مقابلې یوازنۍ لاره ده.

پرون د چهارشنبې ورځ د اګست د میاشتې دیرشمه نیټه وه چې د ایران د هغه وخت د ولسمشر او د لومړي وزیر د شهادت له کلیزې او په ایران کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې له ملي ورځې سره یې سمون درلود.

د نولس سوه یواتیایم میلادکال د اګست د میاشتې دیرشمه یعني د دیارلس سوه شپیتم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې اتمه نیټه د ایران د لومړي وزیر په دفتر کښې په بم چاودنې کښې د حکومت د کابینې له غړیو سره یوځاې د هغه وخت د ولسمشر محمد علي رجايي او د لومړي وزیر محمد جواد باهنر د مظلومانه شهادت یادونه کوي.

د منافقینو ترهګرې ډلې دغه بم چاودنه کړي وه.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني له ترهګرۍ سره د مبارزې ورځې ته په اشارې سره وویل ایران چې زرګونو بې ګناه ښاریز یې د صهیونیسټ رژیم د فرقه اي د تکفیري او د حکومتي ترهګرۍ له کبله له لاسه ورکړي دي له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې ثابت قدمه دی.

 

ټیګونه