ایران اوافغانستان د کرهڼې په برخه کې دهوکړه لیکونو پرعملي کېدو ټینګاروکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137894-ایران_اوافغانستان_د_کرهڼې_په_برخه_کې_دهوکړه_لیکونو_پرعملي_کېدو_ټینګاروکړ
په افغانستان کې د ایران سفیر د شویو هوکړه لیکونو پر تطبیق ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د دغو تړونونو د تطبیق او پیل لپاره باید یو پلاوی وپېژندل شي او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بدلېدو لامل دی.
(last modified 2023-09-01T06:54:20+00:00 )
Sep 01, 2023 11:19 Asia/Kabul
  • ایران اوافغانستان د کرهڼې په برخه کې دهوکړه لیکونو پرعملي کېدو ټینګاروکړ

په افغانستان کې د ایران سفیر د شویو هوکړه لیکونو پر تطبیق ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د دغو تړونونو د تطبیق او پیل لپاره باید یو پلاوی وپېژندل شي او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بدلېدو لامل دی.

د افغانستان د  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء ا... عمري په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره وکتل او دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې په برخه کې د شویو هوکړه لیکونو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

افغان غږ خبری آژانس راپور ورکوی د افغانستان  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر په دې کتنه کې وویل: ایران ته د ولسمشر د سفر پر مهال په پنځو سترو سکتورونو (کرنه، مالدارۍ، طبیعی زیرمو، اوبولګولو) هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

په افغانستان کې د ایران سفیر د شویو هوکړه لیکونو پر تطبیق ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د دغو تړونونو د تطبیق او پیل لپاره باید یو پلاوی وپېژندل شي او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بدلېدو لامل دی.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د کرنې وزارت سرپرست ایران ته د یوه سفر په ترڅ کې له افغانستان سره د کرنې په برخه کې د دغه هېواد د همکاریو غوښتنه کړې وه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو څو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.