دافغانستان د معدنو د بولۍ د ګټونکیو اعلان
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137896-دافغانستان_د_معدنو_د_بولۍ_د_ګټونکیو_اعلان
د افغانستان دمعادنو او پټرولیم وزیر په یو لړ دستوروکې د شپږمیلیارډ او ۵۵۷ میلیون ډالروپه ارزښت د دغه هیواد د اوه سترو معدنو د ویستلو تړون له داخلي او بهرنیو ګټونکیو شرکتونو سره لاسلیک کړ .
(last modified 2023-09-01T08:45:42+00:00 )
Sep 01, 2023 13:03 Asia/Kabul
  • دافغانستان د معدنو د بولۍ د ګټونکیو اعلان

د افغانستان دمعادنو او پټرولیم وزیر په یو لړ دستوروکې د شپږمیلیارډ او ۵۵۷ میلیون ډالروپه ارزښت د دغه هیواد د اوه سترو معدنو د ویستلو تړون له داخلي او بهرنیو ګټونکیو شرکتونو سره لاسلیک کړ .

د طالبانو د لومړی وزیر د اقتصادی مرستیالۍ دفتر لخوا د خپرې شوی خبرتیا په اساس په دغو تړونونوکې دهرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د وسپنې معدن  څلور بلاکونه شامل دي ، د دغه معدن د لومړی بلاک تړون وطن درخشان شرکت ته سپارل شوی دی او د هغه د څلورم بلاک تړون  هم باختر فولاد شرکت ته سپارل شوی دی . د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانستان له پرمختګ سره د مرستې او د دغه هیواد د اقتصادي پروګرامونو په اجرا کولو کې خپل چمتووالې اعلان کړی دی او د افغانستان د معدنو په برخه کې د ایرانی پانګه والو زیات شتون د دغه حقیقت ښودنه کوی او بی شکه ایران دا توان او وس لری چی د افغانستان د پانګه ونې په ټولو برخو کې فعال شتون ولرلې شی . د سیاسی مسلو کارپیژاندې اسدا... زایری په دې باره کی وایی د اسلامي ایران په شمول د افغانستان ګاونډیان د افغانستان د بیارغاونې د پروګرامونو له اجرا سره د مرستې لپاره ډیر ظرفیت او وسونه لري . هغه څه چی د دغه پروګرام او هدفونو له پرمختګ سره مرسته کولای شی په افغانستان کی د امنیت تامینیدا ده . د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د پانګه ونې او اقتصادي ډګرونو کې د شتون لپاره له بشپړه ظرفیتونو برخمن دی . د افغانستان په مختلفو بازارونو کې د شتون لپاره د کلتوري ، ژبنی ، مذهبی او تمدنی ګډولې او اشتراکات د چین ، هند او حتی اروپایی سیالانو سره په پرتلنه کې د ایران په امتیازاتو کې شامل دي . ایران په څه د پاسه څلور لسیزو کې عملا ښودلی ده چی له افغانستان سره د مرستې لپاره ضروری اراده لری او په هره اندازه چی د افغانستان د پانګونې په ډګر کې د ایران شتون پراخ شی په هماغه اندازه د سیمه ایزې ملګرتیاوې هم پراخیږي او د پردیو هیوادونو قدرت او نفوذ کمیږي . ایران په معدنو سربیره په صنعتي ، ساختماني ، تیکنالوجي ، طبی تجیهزاتو او زرګونو نورو برخوکې د افغانستان د بیارغاونې د پروګرامونو له پرمختګ سره د مرستې لپاره له لوړ توان برخمن دی چی له هغو د استفادې لپاره باید ضروری زمینه برابره شی . د سیاسی مسلو کارپیژاندې امین فرجاد په دې هکله وایی د بهرنیو پانګونو جذبول د امنیت او نړیوال باور په شمول مختلفو زمینو ته اړتیا لری چی د هغه د تحقق یوه مهمه زمینه د افغانستان د خلکو د نظر تامینول او د نړیوالې پیژندنې لپاره هڅه ده چی طالبان باید په دې لاره کې ګام پورته کړی .

شک نشته په هره اندازه چی د افغانستان خلک د طالبانو د پروګرامونو په اړه نارضایتي ولرلې شي نو په افغانستان کې به هر اړخیزه ملګرتیا ته د هیوادونو په کړچار کی منفی اغیز ولرلې شی . په هر حال د افغانستان خلکو په وروستیو لسیزو کې تل د امنیت د تامنیدا او د بیارغاونې او پراختیا په لړ کې د دغه هیواد له بالقوه ظرفیتونو د ګټه پورته کولو هیله او ارزو درلودلی ده او په افغانستان کی چی څومره امنیت تثبیت شی په هماغه اندازه به په افغانستان کی د شتون لپاره د زیاتو پانګه والو نظر جلب شي . د افغانستان د معدنو په برخه کې د ایران د صنایعو د خاوندانو په شمول دیوشمیر پانګه والو شتون د افغانستان په مختلفو برخو کې د پانګه والو د شتون زمینه جوړونکی شی . البته دا حقیقت هم باید په نظر کې ونیول شی چی ترهه ګر په افغانستان کی د  ناامنۍ در امینځته کولو او د بهرنیو پانګه والو د شتون د زمینې د له مینځه وړلو لپاره تل فعال دي .