د بشري حقوقو په شورا کې د امریکا په حضور نیوکې
Sep 02, 2023 12:23 Asia/Kabul
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ایران سفیر د بشري حقوقو په شورا کې د امریکا په حضور باندې سختې نیوکې وکړې.
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر لپاره د ایران سفیر علی بحرینی د بشري حقوقو په شورا کې د امریکا د شتون په هکله، په ایکس یا مخکنی ټوییټر کې ولیکل: امریکا په جنګ باندې وراوږد شوی رژیم دی، راځئ دغه په جنګ باندې وراوږد رژیم ته وګورو چي هر کال په خپلو پولیسو باندې په زرګونه انسانان وژني، خو په داسي حال کې چي حق یې نه کیږي د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو په شورا کې یوه کرسۍ اشغال کړې ده.
په ۲۰۱۸ میلادي کال کې امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووته، خو له دریو کلونو وروسته بیرته دې شورا ته ورستنه شوه.
ټیګونه