رییسي د ایران او ترکیې د ملګرتیاود سویې په لوړتیا ټینګاروکړ
ښاغلی رییسي په تهران کې د ترکیې له خارجه وزیر هاکان فیدان سره په کتنه کې د اقتصادي ملګرتیاو د ګډ کمیشن فعالیدا د دواړو هیوادونو د تجارتي تعاملاتو او د متقابلو ظرفیتونو په تبادلې کې اغیزمن وباله .
د ایران پریس له راپور سره سم د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د ایران او ترکیې تاریخي او تمدني ګډولوته په اشارې سره هیله څرګنده کړه چی د اردوغان د ولسمشرۍ په نوی پړاوکې د خپل مینځیو اړیکو سویه له مخکې زیاته لوړه شی او د دواړو لورو د سیمه ایزو او نړیوالو تعاملاتو د پیاوړتیا سبب شی .
ښاغلی رییسي په تهران کې د ترکیې له خارجه وزیر هاکان فیدان سره په کتنه کې د اقتصادي ملګرتیاو د ګډ کمیشن فعالیدا د دواړو هیوادونو د تجارتي تعاملاتو او د متقابلو ظرفیتونو په تبادلې کې اغیزمن وباله .
ښاغلی فیدان هم په دغه کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی ایران او ترکیه له یوه بل سره د خپلو تعاملاتو او ملګرتیاود پراختیا او پیاوړتیا لپاره ډیر ظرفیتونه لري ، ۳۰ میلیارډ ډالرو ته د تجارتي مبادلاتو د سویې د لوړولو هدف تحقق ممکن وباله او د هغې د تحقق لپاره یې د ترکیې په ارادې ټینګار وکړ .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللیهان هم له خپل تر کی سیال سره په غونډه کې زیاته کړې ده مونږ خوشحاله یو چي دښاغلیو رئیسي او اردوغان تر مینځ هوکړې د سوداګریو د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړې ده. هغه یادونه وکړه چي مونږ د دواړو هیوادونو تر مینځ د سوداګریو هوکړو له بیاکتنې سره موافق یو او په دې باور یو چي د ایران او د ترکیې ټرانزیتي لارې د یو بل سیالان نه بلکې د یو بل بشپړه کوونکې دي.