ایران په مختلفو ډګرونو کې د پرمختګ په حال کې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i138180-ایران_په_مختلفو_ډګرونو_کې_د_پرمختګ_په_حال_کې_دی
د ایران ولسمشر وویل: ایران په اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي ډګرونو کې په چټکی سره د پرمختګ په حال کې دی.
(last modified 2023-09-07T08:29:43+00:00 )
Sep 07, 2023 12:57 Asia/Kabul
  • ایران په مختلفو ډګرونو کې د پرمختګ په حال کې دی

د ایران ولسمشر وویل: ایران په اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي ډګرونو کې په چټکی سره د پرمختګ په حال کې دی.

د ایران پرس له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي، د چهار شنبې په ورځ له یو شمېر عالمانو سره په کتنه کې د دې په بیانولو چي دښمنانو د ایران له پرمختګ څخه د مخنیوی لپاره زیاتې هلې ځلې وکړې وویل: دښمنانو چي ولېده ایران اقتصادي بندیزونه او فشارونه  په فرصت بدل کړي دي او د نورو ولسونو لپاره سېمبول ګرځېدلی او د پرمختګ په لور درومي، نو بیا د بلواو د جوړولو هڅه وکړه.

ولسمشر رئیسي جوته کړه: د نن سبا جنګ د ارادې جنګ دی او دښمن غواړي په رسندویې ډګر کې په دروغو تبلیغاتو سره خپله اراده په مونږ باندې وتپي، لیکن د ایران لکه څرنګه چي له دې مخکې د دښمن په دسیسو بریالی شوی وو، دا ځلې به هم بریالي شي.