ایران خپل سوله ایز ایټمې فعالیتونو ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i138230-ایران_خپل_سوله_ایز_ایټمې_فعالیتونو_ته_دوام_ورکوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د فارس خلیج د همکاریو د شورا د اعلامیې په غبرګون کې چي د ایران په ایټمې فعالیتونه نیوکې کړي وې، وویل: ایران به خپلو ایټمې سوله ایزو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
(last modified 2023-09-09T05:12:12+00:00 )
Sep 09, 2023 04:09 Asia/Kabul
  • ایران خپل سوله ایز ایټمې فعالیتونو ته دوام ورکوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د فارس خلیج د همکاریو د شورا د اعلامیې په غبرګون کې چي د ایران په ایټمې فعالیتونه نیوکې کړي وې، وویل: ایران به خپلو ایټمې سوله ایزو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

تېرو ورځو کې د فارس خلیج د همکاریو د شورا د غونډې په اعلامیه کې د ایران د ایټمې فعالیتونو ضد او همدارنګه د ایران د دریو ټاپوګانو کوچنی تنب، لوی تنب او ابوموسي د مالکیت په هکله ضد او نقیض ادعاوې مطرح شوي وې.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي د یادې شورا د اعلامیې په غبرګون کې وویل چي ایران د ایټمې انرژیو د نړیوال اژانس سره، د پلټنو په برخه کې رغنده همکاریو ته دوام ورکوي او د لاسوهنو، سیاسي فشارونو او پروپاګنداو پروا نه کوي.

کنعاني په سیمې کې د ولسونو د ګډو ګټو او مصلحتونو په لړ کې  د مثبتې فضا د ساتنې ضرورت ته په اشارې سره، زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت له ټولو ګاونډیانو څخه تمه لري چي د حقیقت پالو دریځونو په غوره کولو سره، له دروغجنو ادعاګانو لاس واخلي څو د سیمې د هیوادونو تر مینځ د اړیکو د رغولو زمینه برابره شي.

هغه د دې په بیانولو چي کوچني تنب، لوی تنب او ابوموسي تاپوګان د ایران د خاورې نه جلاکېدونکې برخه ده، جوته کړه: له سیاسي او حقوقي پلوه د فارس خلیج د شورا د وزیرانو د غونډې وروستۍ اعلامیه هیڅ ارزښت نه لري.

 کنعاني وویل: ایران په ځلونو په خپلې ځمکنۍ بشپړتیا باندې ټینګار کړی او د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کې په یادو تاپوګانو باندې خپله واکمني جوته کړې ده.

د ایران د خارجه وزارت ویاند همدارنګه له کویټ سره د انرژیو له ګډو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په هکله د خبرو اترو او رغنده همکاریو په دوام ټینګار وکړ.