د عربستان یو پلاوی تهران ته راغلی دی
له دوړو سره د مبارزې په غونډه کښې د ګډون په موخه له سعودي عربستانه یو پلاوی ایران ته راغلی دی.
د ایران اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتو په ملګرتیا سره د دوړو او شګو له طوفانونو سره د مبارزې د نړیوال کانفرنس کوربه دی.
دغه نړیواله غونډه پرون د «د شګو او دوړو له طوفانونو سره مقابله» تر عنوان لاندې په تهران کښې پیل شوه.
په هم دې لړ کښې او د ایران د اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان ترمینځ د اړیکو په عادي کیدو سره، یو سعودي پلاوی له دوړو سره د مبارزې په نړیواله غونډه کښې د ګډون په موخه پرون تهران ته راورسید.
د شګو او دوړو له طوفانونو سره د مبارزې نړیواله غونډه پرون او نن په تهران کښې ترسره کیږي او موخه یې له خاورو او دوړو د اغیزمنو هیوادونو د ننګونو او ستونزو څیړل او له دې نړیوالې ستونزې سره د مقابلې لپاره د عملي لاروچارو وړاندې کول دي.