دایران اوافغانستان ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i138312-دایران_اوافغانستان_ځینې_مطبوعات
د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د ارمنستان له لومړی وزیر سره په کتنه کې ویلی دی د سیمې د پولو او جیوپولیټیک بدلون زمونږ سره کرښه ده .
(last modified 2023-09-10T20:12:12+00:00 )
Sep 10, 2023 10:17 Asia/Kabul
  • دایران اوافغانستان ځینې مطبوعات

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د ارمنستان له لومړی وزیر سره په کتنه کې ویلی دی د سیمې د پولو او جیوپولیټیک بدلون زمونږ سره کرښه ده .

کیهان

د ایران اکثرو ورځپاڼو په شان په نوموړی ورځپاڼۍ هم په مراکش کې سختې ، ویجاړونګی او مرګوني  زلزلې ته انعکاس ورکړی دی چی پکې څه د پاسه دوه زره کسان مړه او دولس سوه هم ژوبل شوی دي .

د اسلامي ایران  خارجه وزیر ښاغلی عبداللهیان هم اعلان کړی دی چی  اسلامي ایران د مراکش له زلزله ځپلو سره مرستو ته چمتو دې .

په مراکش کښې یوه ډیره زوروره زلزله راغله چې له امله یې تراوسه څه د پاسه ۲۰۰۰تنه مړه او ۱۲۰۴ نور ژوبل شوي دي . ورځپاڼه زیاتوی چی  د ایران خارجه وزیر دمراکش په زلزله کښې د وژل شویو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، د دې پیښې له زیانمن شویو سره مرستې ته د ایران په چمتووالي ټینګار وکړ. د ایران د بهرنیو چارو وزیر «حسین امیرعبداللهیان په ټولنیزو رسنیو کښې د مراکش ولس او حکومت په تیره بیا خارجه وزیر ناصر بوریطه ته د زلزلې له امله د تسلیت په ویلو سره زیانمن شویو کسانو ته د خدماتو رسولو ته د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی اعلان کړ.

 د ایران د مرکزی بانک  مشر وایی د اربعین له سفرونو د ډالرو حذفول بریالي تجروبه وه .

د اسراییلودجاسوسی ادارې پخوانی مشر په یوه ستر اعتراف کې ویلی دی مونږه یو توکم پاله رژیم یو .

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د ارمنستان له لومړی وزیر سره په کتنه کې  ویلی دی د سیمې د پولو او جیوپولیټیک بدلون زمونږ سره کرښه ده .

په لویدیځه غاړه کښې یو فلسطیني ځلمی شهید شوی دی . د فلسطین خبري سرچینو د الخلیل په شمال کښې د صهیونیسټانو په ډزو د یو ۱۵ کلن فلسطیني ځلمې د شهادت خبر ورکړ. دغه فلسطیني ځملی چې "میلاد منذر الراعی" نومیده، د صهیونیسټانو د ډزو له امله سخت زخمي کیدو له امله شهید شو. هغه د الخلیل په شمال کښې د العروب کیمپ اوسیدونکی و.

جمهوری اسلامي

په مراکش کې د پیړۍ په  دوهمې سترې زلزلې کې د نړۍ په کلتوري میراث کې ګڼ شمیر ثبت شوی ودانۍ ویجاړې شوي دي .د مراکشي رسندویو له راپور سره سم د دغه هیواد جیوفیزیک مرکز د دغې زلزلې قدرت ۷.۲ ریشتره اعلان کړی دی چی د دغه هیواد د جنوب لویدیځ په ۷۱ کلومیټرۍ کې وه . دغه زلزله  ۲۰ سیکنډه مځکه ولړزوله .

دغه مرکز همداراز اعلان کړی دی چی له دې زلزلې وروسته هم ډیرې زلزلې راغلي دي چی پکې تر ټولو بیاوړی زلزله ۶ ریشتره وه .

اماراتو دوه صیهونیسټ مجرمان ونیول .

د جنوبي کوریا پولیسو په دغه هیواد کې د یوه بل ښوونکي د ځان وژنې خبر ورکړ. په جنوبی کوریا کې د څو ښوونکو له وروستيو ځان وژنې وروسته حکومت د ښوونکو د معاشونو د ښه کولو او په ټولګیو کې د واک د زیاتولو لپاره د لارو چارو په لټه کې دی.

په عراق کې د داعش د ترهه ګرې ډلګۍ مهم رسندوی کس ونیول شو .

ملګرو ملتو د نړۍ د اقلیمي وضعیت د دړې وړې کیدا په اړه خبرداری ورکړ .

د قفقاز جنګ لپاره اپوټه شمیر پیل شوی دی .

د اسلامي ایران ولسمشر د ګرد و غبار او ریګو له توپانونو سره د مقابلې په غونډه کې وویل د ژواک چاپیریال ساتنه یوازې په یوه هیواد او سیمې پورې اړه نلری .ورځپاڼه په دې اړه لیکی چی رئیسي زیاته کړه پرمختللي هېوادونه یا هغه هېوادونه چې یوازې خپل ځان او خپلې ګټې ویني او صنعتي پرمختګ ګڼي، په خپلوکړنو سره سمندر، ځمکه، اوبه او خاوره ګواښي او دا هغه ظلم دی چې انسانیت ګواښي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د هیوادونو ګډ فکر، غږملتیااو همکاري د دغه ګډ درد د درمل لپاره د حل لاره وبلله او ویې ویل د ملګرو ملتونو پریکړه لیکونه صادر شوي او سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو داسې اقدامات کړي دي چې د دې اندیښنو په اړه باید تعریف شي، خودا باید وڅیړل شي چې پرمختللي هیوادونه او دسلطې نظام   اوسلطه  لرونکي هیوادونه چې یوازې په صنعتي او پوځی ځواک تکیه کوي تر کومه حده دوی فکر کوي چې دغو پریکړو ته یې پام کړی؟

ښاغلی رئیسي ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو او د چاپېریال ساتنې د پرېکړه لیکونو د تطبیق تضمین باید موجود وي، که نه په واک کې کسان به چاپیریال له خطر سره مخامخ کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چې د چاپیریال ساتنه باید د سیاسي مسایلو ښکار نشي ځکه که دا د سیاسي مسلو او د ډیپلوماسۍ معمول تعریفونو تر اغیز لاندې وي،نو دا به هیڅ ځای ونه نیسي.

شل ډلې د اوکراین په جنګ کې له ایټم بم د استفادې په اړه روسیې ته خبرداری ورکړ .

امریکایی فارن افیرز خپرونې لیکلی دی ایت ا... خامنه ای ایران د مینځنی ختیځ برلاسه قدرت کړ .

د عراق لومړی وزیر ویلی دی دامریکا له بایکاټونو سره د مقابلې لپاره د ایران دخلکو په څنګ کې ولاړ یو .

کابل ورځپاڼۍ

یادونه کوو چی مونږه دغه ورځپاڼۍ له اینټرنیټه راخلو او د محتوا مسولیت یې پرغاړه نه اخلو .

هشت صبح

د بشریت پر وړاندې جنایت او جنسیتي اپارټایډ؛ ایا د طالبانو دوسیه به د لاهې  یا هیګ محکمې ته وسپارل شي؟

د بشري حقونو د څار سازمان، په خپل نوي راپور کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو لیکلي او شفاهي حکمونه د بشریت ضد جنایتونو بېلګې ګڼلي او د جرمونو له نړۍوالې محکمې (لاهې) یې غوښتي په دې برخه کې څېړنه وکړي. د دغه سازمان په وینا، طالبانو داسې مقررات او تګلارې عملي کړي چې ښځې او نجونې یې د جنسیت له امله له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړي دي. په دغه راپور کې د بشري حقونو د څارسازمان د عدالت منګولو ته د طالبانو د مشرانو د سپارل کېدو لپاره د دولتونو د همغږي ملاتړ غوښتنه کړې ده. بلخوا، تمنا زریاب پریانۍ او د هغې یو شمېر ملګرو د جرمني په کولن ښار کې له ۹ ورځو راهیسې د هغه څه پر وړاندې د نه خوړو اعتصاب کړی، چې د دې ډلې جنسیتي اپارټایډ یې ګڼي.  دغه راز ، د طالبانو د «جنسیتي اپارټایډ» د رسمیت پېژندنې لپاره د اعتراضي غورځنګونو ۲۰ غړو پرلت کړی دی

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو چارواکي د بشریت ضد جنایتونه ترسره کوي او د ښځو او نجونو پر وړاندې له جنسیتي تبعیضه کار اخلي . د دغه سازمان په وینا، طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د واک له تر لاسه کولو وروسته، داسې قوانین او تګلارې عملي کړي، چې ښځې د جنسیت له امله له خپلو حقونو محروموي. د بشري حقونو د څارسازمان د طالبانو د چلند په څارنې سره دې پایلې ته رسېدلې چې د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې ډېری کړنې جرم ګڼل کېږي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، ځورونه، شکنجه او جنسیتي تبعیض د طالبانو له خوا د ترسره شویو جنایتونو بنسټ دی. د بشري حقونو د څار سازمان وايي، دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې د ښځو پر وړاندې لیکلي او شفاهي حکمونه صادر کړي چې د بشریت ضد جنایتونو یوه بېلګه ده. له عامه ژونده د ښځو اېستل او د نجونو او ښځو پر وړاندې د جنسیت له امله سستماتیک تبعیض او پلان شوی تاوتریخوالی د دې لامل شوی چې د بشري حقونو دغه بنسټ د لومړي ځل لپاره د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې د «بشریت ضد جنایت» په توګه مطرح کړي.

ټیټ کیفیت او لوړ لګښت؛ افغانان له مخابراتي خدمتونو شکایت کوي . په افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو مشتریان د ټیلیفوني او انټرنېټي خدمتونو له ټیټ کیفیت او لوړ لګښته شکایت کوي. دوی وايي، د ټلیفوني اړیکو او انټرنېټ د لګښتونو په اخیستلو کې لازمه روڼتیا نشته او له اعلان شویو بیو سره سم خدماتونه نه وړاندې کېږي. د مشتریانو په وینا، هغه امنیتي ستونزې چې پخوا د طالبانو له خوا مخابراتي شرکتونه ورسره مخ وو اوس حل شوي او باید د مخابراتي خدمتونو بیه راټیټه شي. له کاروونکو د مخابراتي محصول د راټولولو د بهیر نه روڼتیا او د مخابراتي شرکتونو د راپور ورکولو په برخه کې د شفافیت نشتوالی تل له پوښتنو سره مخ شوی دی. له بلې خوا، سرچينې وايي، چې يو شمېر مخابراتي شرکتونو له تېرو څو کلونو راهيسې د خدمتونو د کیفیت د خرابوالي له امله خپل پورونه او نغدي جريمه نه ده پرې کړې، په داسې حال کې چې له مشتريانو يې لګښتونه راټول کړي دي. خو د طالبانو تر کنټرول لاندې د مخابراتو وزارت وايي، د انټرنیټ بیه له ۴۰ تر ۶۰ سلنې او د ټيلفوني مکالمو بیه تر ۳۰ سلنې راټیټه شوې ده. دغه وزارت زیاتوي، تېر کال یې میلیونونه ډالره عواید راټول کړي او په هېواد کې ۲۳ میلیونه سیم کارتونه فعال دي.

مسیر ورځپاڼه

افغانستان: پاکستان هر کال د میوو حاصلاتو رسېدو پر مهال دروازې تړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان له خوا د تورخم دروازې تړل او پر افغان ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف عمل دی. د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تورخم دروازې تړل د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته زیان رسوي او زیاتوي، چې اسلام اباد د خپلو پخوانیو ژمنو خلاف د کراچۍ بندر کې مشکلات رامنځ ته کوي او د افغان کرنیزو حاصلاتو او مېوو د رسېدو پرمهال په نه توجیه‌ کېدونکو پلمو دروازې تړي چې نه یوازې د افغانستان او پاکستان تجارت زیانمنوي، بلکې د ولسونو او هېوادونو تر منځ فاصلې زیاتوي. او د ټولې سیمې تجارت او ټرانزیټ له خنډ او ځنډ سره مخ کوي. همداراز د تورخم دواړو خواوو ته زرګونه کسان چې پر دې لاره یې تل تګ راتګ کاوه بند پاتې دي. په دې مسافرو کې ښځې او ماشومان او هغه ناروغان هم شامل دي چې د علاج لپاره پاکستان ته تللي وو.