د ایران له لارې ترکیې سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i138366-د_ایران_له_لارې_ترکیې_سره_د_افغانستان_د_سوداګریزو_اړیکو_پراختیا
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګری وزارت د ایران له لارې ترکیې سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-09-11T07:56:27+00:00 )
Sep 11, 2023 12:24 Asia/Kabul
  • د ایران له لارې ترکیې سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګری وزارت د ایران له لارې ترکیې سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ.

په افغانستان کې  طالبانو له واکمنېدو وروسته، د سیمې او نړۍ له هیوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د اړیکو د پراخولو هڅه کوي خو تر دې دمه هیڅ یو هیواد هم د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنې ته تیار شوی نه دی.

په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت رامینځ ته کېدا، د ښاریزو د حقوقو درناوی او مېرمنو ته د تحصیل او د کار جواز له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې تر ټولو مهمې غوښتنې دي.

د تسنیم له راپور سره سم، د طالبانو د صنعت او سوداګریز وزارت ویاند عبدالسلام آخند زاده جواد تېره ورځ اعلان وکړ چي ترکیې سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې روانې دي، او سوداګریزې ټوکې د ترکمنستان او ایران له لارې افغانستان ته راوړل کیږي.

هغه زیاته کړه چي د افغانستان او ترکیې تر مینځ د سوداګریزو اړیکو کچه ۳۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده او په راتلونکې کې دا به تر یو میلیارد ډالرو پورې زیاته شي.

افغانستان بهرنیو هیوادونو منجمله ترکیې ته په لاس جوړ قالین او ګلم، وچې میوې او قیمتي ډبرې صادروي.

د طالبانو د هوایي چلند او د ټرانسپورټ د وزارت ویاند امام الدین احمدی (اوا) ته وویل: د افغانستان سوداګریزې ټوکې په موټرانو کې ترکمنستان، ایران او بیا له دې لارې ترکیې ته استول کیږي او د ترکیې توکې هم له دې لارې افغانستان ته راځي.