ایران: د بندیزونو تر بشپړه ختمیدو پورې به روان بهیر جاري وساتو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i138470-ایران_د_بندیزونو_تر_بشپړه_ختمیدو_پورې_به_روان_بهیر_جاري_وساتو
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر ټینګار وکړ چې د بندیزونو تر بشپړه ختمیدو پورې به اوسني بهیر ته دوام ورکړي
(last modified 2023-09-13T06:28:56+00:00 )
Sep 13, 2023 10:55 Asia/Kabul
  • ایران: د بندیزونو تر بشپړه ختمیدو پورې به روان بهیر جاري وساتو

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر ټینګار وکړ چې د بندیزونو تر بشپړه ختمیدو پورې به اوسني بهیر ته دوام ورکړي

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر " محمد اسلامي "  وویل: تر څو چې هغوي(امریکا او لویدیځ) پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي او بندیزونه بیخي ختم نه شي تر هغې به روان بهیر ته دوام ورکړو.

هغه نن د کابینې په غونډه کښې زیاته کړه: د ایټمي موافقې په برخه کښې طبیعي ده چې د قانون مطابق سټراټیجک اقدام پّ دې وجه چې مقابل لوري خپلې ژمنې نه دي پوره کړې، د ایران اسلامي جمهوریت هم له ژمنو ستنیږي.

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر همداشان وویل: اروپايي هیوادونه دې تمه نه لري چې ایران، ایټمي موافقه په بشپړه توګه اجرا کړي او هوي دې هیڅ یوه ژمنه نه پوره کوي.

محمد اسلامي د واکمنې شورا د راتلونکې غونډې په هکله هم وویل: روان بهیر ښودنه کوي چې فضا د داسې پریکړه لیک یا خوځښتونو په لور لاړه شي چې وغواړي ایران مضبوطو او پریکنده قانوني غبرګونونو ته مجبور کړي.