ایراني او امریکايي بندیان به نن خوشې شي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: په امریکا کې پنځه ایراني بندیان آزادېږي او په ایران کې هم د امریکې پنځه بندیان به دغه هېواد ته وسپارل شي.
د ایران پرس خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل: د وروستیو خبرونو له مخې چې زه یې لرم، د بندیانو تبادله به نن ترسره شي، پنځه تنه ایراني بندیان په امریکا کې خوشې کېږي او په ایران کې هم د امریکې پنځه بندیان به دغه هېواد ته وسپارل شي.
کنعاني دا هم وویل، چې په امریکا کې د خوشي شویو ایرانیانو له ډلې څخه ۲ به یې هېواد ته راستانه شي او یو بل کس به د خپلې کورنۍ د شتون له امله بل هېواد ته سفر وکړي او ۲ نور به په همدې امریکا کې د دوی د شتون له امله هماغلته پاتې شي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم خبرداری ورکړی چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د بندیزونو د لغوه کولو په اړه د منځګړیتوب خبرې اترې ممکن دي.
کنعاني په مختلفو هېوادونو کې د ایران د مالي سرچینو د آزادولو په اړه هم وویل: د ملت د حقوقو ساتنه د ایران د اسلامي جمهوریت د ټولو حکومتونو دنده ده. حکومتونه د ملت د حقونو د تحقق لپاره خپلې سیاسي لارې چارې لري او ۱۳م حکومت، د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون په ګډون د ملت د حقوقو د پوره کولو مسله په جدي توګه تعقیب کړه.