د نړۍ امریکائي کولو پروژې ماته خوړلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i138784-د_نړۍ_امریکائي_کولو_پروژې_ماته_خوړلې_ده
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریسي  د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ په کلنۍ غونډې کې په خپلې وینا کې ټینګار وکړ،نړۍ یوه نوي پنځیدل نظم ته دستنیدا په حال کې ده او  د نړۍ امریکائي کونې پروژې ماته خوړلې ده  
(last modified 2023-09-20T20:14:35+00:00 )
Sep 20, 2023 08:52 Asia/Kabul
  • د نړۍ امریکائي کولو پروژې ماته خوړلې ده

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریسي  د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ په کلنۍ غونډې کې په خپلې وینا کې ټینګار وکړ،نړۍ یوه نوي پنځیدل نظم ته دستنیدا په حال کې ده او  د نړۍ امریکائي کونې پروژې ماته خوړلې ده  

د ایران د اسلامی  جمهوریت ولسمشر په ملګروملتو کې پخپلې وینا کې ووئيل،د شهید قاسم سلیماني ترور داعش ته  جایزه وه  چې  دامریکائي چارواکو په اعتراف  سره ددوي جوړه کړئ شوې ده  او حتی  له ترهه ګرس سره د  مبارزې د قوماندان د دجنازې د پنځه ویشت میلیوني  دستورو ترسره کیدا او ددغه جنایتکار  عمل له بنسټګرو او عاملانو څ خه د ایران د ۸۵ میلیوني  ولس د غچ ا خستونکی  حِس او غوسه سانسور شوه.

د اسلامی ایران ولسمشر د خپلې وینا په بلې برخې کې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا وتل په وعدې د وفا  د اصل مسلمه خلاف ورزي وبلله او وې وئيل، د امریکا حکومت  د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک  دمادو په جوتې خلاف ورزۍ سره دنړیوالې ایټمي موافقې  مادو ته پخپلو ژمنتیاؤ  له عمله  ډډه کوي، د امریکا  په دغه چلند سره   ئې عملا د خپلو ادعاګانو په اپوټه  د  ملګرتیا په ځاي  سرزوري او له قانونه تښته وړاندیز کړې ده .

هغه په دې خبرې کولو سره چې باید  په باؤر جوړنې سره دې ثابته کړي چې  ښه نیّت لري او پخپلو ژمنو باندې دعمل  او دلارې دنهائي کولو لپاره  حقیقي اراده لري ،  اروپایانو  ته خبرداری و رکړ، هغه اروپایان دې هم چې د بندیزونو دلغوه  کیدا پشمول خپلو ژمنو ته  د پابند نه کیدا په کلونو کې اوس د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې او د ملګروملتو  د امنیت شورا ۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف ورزي کوي،باید درک کړي د مخامخیدا په ډير لګښت لرونکي لارې کې به بایلونوکي وي.

Image Caption

 

 د اسلامی ایران ولسمشر دملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍکې ووئیل،په الهی او آسماني کتاب قرآن کریم کې موجود د انساني ټولنو لپاره  تمدن جوړونکي  او د  انسان او ټولنې  دغه الهام بخښونکي لوړتعلیمات  او  وحدت  بخښونکي مفهمونه ،هیڅکله هم نه سوځي .

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حجةالاسلام ابراهیم ریئسي د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په کلنۍ غونډې کې دخپلې وینا په وخت دقرآن کریم په لاس کې په اوچتولو سره  ددغه الهی کتاب سپکاوی په سخته محکوم کړ.

د ایران ولسمشر  دخپلې وینا په پیل کې  د قرآن  کریم په لاس کې په اوچتولو سره  د کلام ا لله  مجید  د عظمت ستره دفاع وکړه.

Image Caption

 

هغه پخپلې وینا کې ددغې پوښتنې په مطرح کولو سره چې  قرآن څه وئيلي دي چې  د مستکبرانو کینه اوغوسه ئې راپارولې ده؟،روښانه کړه،د تحریف او سپکاویو اور به د حقیقت هیڅکله هم مقابله ونه کړي. قرآن کریم ښځه اوسړی  دخداوندکریم په محضر کې   مساوي  ګڼي  او  دکورنۍ له حقوقو ملاتړ کوي. آیا دا لومړنی ځل دی چې دخداوند متعال کلمات سوځوي؟ ګمان کوي ،دملکوت غږ ئې د تل لپاره غوڅ کړی دی . قرآن کریم د عقایدو سپکاوي منع کړي دی او  حضرت موسی او حضرت عیسی علیهم السلام ته احترام کول  د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) وجود ته احترام ګڼي.

د اسلامی ایران ولسمشر په دوام کې ووئیل، د انساني ټولنو لپاره  تمدن جوړونکي  او د  انسان او ټولنې  دغه الهام بخښونکي لوړتعلیمات  او  وحدت  بخښونکي مفهمونه ،هیڅکله هم نه سوځي . له اسلام سره ډغرې وهل  او  په قرآن سوځونې کې کلتوری آپارټائيد او په ښونځیو کې د ستر او حجاب منع کول له اوسمهال انسان سره نه  ښائي.

ابراهیم ریئسي ټينګار وکړ، ملګري ملتونه دې په پلانونې اولارو چارو لټولو سره د  الهی دینونو احترام کول تضمین کړي.

Image Caption