د ایران سفیر پر ایران د برېتانیا پر وروستیو بندیزونو نیوکه وکړه
په عراق کې د ایران سفیر د ایران د اسلامی جمهوریت پرضد د انګلستان د بشری حقوقو په وروستیو بندیزونو په نیوکې سره د لویدیځو هیوادونو د بشری حقوقو معیارونه دوه ګونی وباله .
په عراق کې د ایران سفیر د ایران د اسلامی جمهوریت پرضد د انګلستان د بشری حقوقو په وروستیو بندیزونو په نیوکې سره د لویدیځو هیوادونو د بشری حقوقو معیارونه دوه ګونی وباله .
د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې په عراق کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر«محمد کاظم الصادق» په بغداد کې د برطانیې له نوی سفیر«سټیفن هیچن» سره د کتنې په ترڅ کې د ایران په خلاف د انګلستان د بشري حقوقو په وروستیو بندیزونو نیوکه وکړه. هغه د لویدیځو هیوادونو د بشری حقوقو معیارونه دوه ګوني وبلل او د ایران د اسلامي جمهوریت په وړاندې یې د دغو هیوادونو د چلند غوښتنه وکړه.
په عراق کې د ایران او انګلستان سفیرانو دغه راز د سیمې او نړۍ وروستی حالات وڅیړل او د سوډان د حکومت د اقداماتو هرکلی یې وکړ.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۱۵مه نېټه په يوه اعلاميه کې د ايران پر ضد د بشري حقونو ادعاوې تکرار کړې او زياته کړې يې ده چې لندن له خپلو نورو متحدينو سره په همغږۍ پر ايران نوي بنديزونه لګولي دي.
د انګلستان د بهرنیو چارو د وزارت په بیانیه کې د ایران د اسلامی جمهوریت د چارواکو په خلاف د دغه هیواد د بندیزونو لړۍ ته په اشارې سره ویلي، برتانیې د ایران د لوی څارنوال او د سپاه پاسداران انقلاب د اعلی سرقومندان په ګډون په څه باندې ۳۵۰ ایراني چارواکو او بنسټونو بشپړ بندیزونه لګولي دي.