د ډیلمان ناوشکن بېړۍ یوځای کېدو ته چمتو ده
Oct 01, 2023 03:16 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو قومندان، له سمندري ځواکونو سره د ډیلمان ناوشکن یو ځای کېدو لپاره د چمتووالي اعلان وکړ.
د سمندري ځواکونو قوماندان امیر البحر شهرام ایراني وویل: د ډیلمان ناوشکن بېړۍ یوځای کېدو ته چمتو ده، چې د دانا له ناوشکن څخه نوې ده.
امیرالبحر ایراني همدارنګه په سویلي قطب کې د اډې د پرانیستلو په اړه وویل: د سویلي قطب موقعیت له څو اړخونو مهم دی چې یو یې په پوځي ډګر کې دی او د بالسټیک توغندیو د کنټرول لپاره ترټولو غوره مرکز دی.
ټیګونه