له اسلام ضده پروسې سره بایدجدي او پریکنده مقابله وشي
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان د اسلامی ملګرتیاموسیسې د اسلامی فقې د ټولګې له عمومی منشی مصطفی سانو سره په کتنې کې د اسلامی ارزښتونو او مقدساتو په ضد له سپکو او ځیږو خوځښتونو سره د هوښیارې او چورلټې مقابلې لپاره د اسلامي عالمانو د همفکرۍ او غږملتیا په ضرورت باندې په ټینګار سره په دې زمینې کې د اسلامی فقې له ټولګې سره د اسلامی ایران د بشپړملګرتیا لپاره دچمتووالی خبر ورکړ.
ایرنا خبری آژانس راپور ور کړ، حسین امیر عبداللهیان له مصطفی سانو سره پرون مازدیګر په کتنې کې چې د اسلامی وحدت په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره تهران ته راغلی ، د وروستیو بدلونونو او داسلامی نړۍ دځينو ترینګلتیاؤ په باب خبرې او مشورې وکړې.
امیر عبداللهیان په دغې کتنې کې د سیمې په نوي فضا کې د اسلامی فقې د ټولګې رول ډیر مهم او اغیزشیندونکی وباله او د اسلامی وحدت دپیاوړتیا او د اسلامی امت په وړاندې له چیلنجونو سره د مقابلط لباره ئې داسلامی نړۍ دمتفکرانو او عالمانو ترمینځ دتعاملاتو د زیاتیدا په اهمیّت ټينګار وکړ او د اسلامی ارزښتونو او مقدساتو د سپکاویو په څير د سپیرو او ځيږو اقداماتو اوو حرکتونو سره دهوښیارۍ او پریکنده مقابلې لپاره ئې پر همفکرۍ او غږملتیا په ټينګار سره په دې زمینې کې د تهران بشپړ چمتووالی اعلان کړ.
مصطفی سانو هم په دغې کتنې کې په اسلامی نړۍ کې د اسلامی ایران د مهم او اغیزشیندونکي رول ته په اشارې او دغه راز د اسلامی مذهبونو دنزدیکت او داسلامی امت د وحدت لپاره د ایران درغنده هڅوا و نوښتونو په قدرونې او مننې سره ، د اسلامی فقې دټولګې د اقداماتو او فعالیتونو بشپړ راپور وړاندې کړ او دغه راز ئې د اسلامی امت په یووالی او اتحاد او دغږملتیا لپاره د اسلامی وحدت دنړیوال کنفرانس په مهم بللو سره داسلامی هیوادونو د مشرانو پر ځیرتیا او ویښیداباندې ټينګار وکړ.