بریتانیا کښې ستر ښامار کور ته ننوت
زمونږ خبریال راپور راکړی که چیرې مونږ خپل مخ ته یو داسې ستر ښامار چې انسان روغ تیروي وګورو نو زمونږ حالت به څه وي.
ممکنه ده چې څو شیبې زمونږ د زړه ټکان زیات شي او ویره مو هم ډیره شي.
په لندن کښې یوه کور ته پینځه فټه ستره اژدها یعني ستر ښامار ننوت او د کور غړي یې سخت ویرول.
د انګلستان یوه کورنۍ هغه وخت بیخي حیرانه شوه کله چې یې د خپل کور په پخلنځي کښې یو پینځه فټه ستر ښامار ولید چې لماست دی او ارام کوي.
د بریتانیا چارواکو وویل چې دغه ستر ښامار په څو ثانیو کښې انسان وژني او دغه ستر ښامار د ناروغوالي له کبله له ساړه څخه پوزې ته راغلی و او د ګرم ځاې د موندلو لپاره د کور له باغیچې څخه د کور پخلنځي ته ننوت او هلته د ګرم ځاې په موندلو سره ویده شو او چا ته هیڅ تاوان ونه رسوه.
د بریتانیا چارواکو وویل ستر ښاماران زهر نلري خو د خپل ښکار په کلابند کولو سره هغه ژوندی تیروي او وژني یې.