د تولید وده او د انفلیّشن کنټرولول
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د تولید وده او د انفلیّشن د کنټرولولو یا پيزواني کولو نومې لړۍ له ننني۲۳ مطلب سره ستاسو خدمت ته حاضر شوي یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
دوستانو د ایران په اسلامی جمهوریت کې دتولید د لارې په سر یو بل خنډ، د صادراتو نه شتون دی.صادرات داقتصادي ودې او د پراختیا د پرمختګ یومحرک دی او همدا شان د صادراتو چورلیزي کیدا سبب کیږي، هیواد نړیوال تجارت او سیالۍ ډګر ته لاره مومي . په ډیرو هیوادونو کې صادرات دپراختیا اصلي چورلیز دی او له ډير اهمیّته برخمن دی . ځکه په نړیوالو بازارونو کې دهغه هیواد د شتون لامل کیږي. داخلی تولیدات او نړیوالو بازارونو ته ئې وړاندې کول او یا هماغه صادرات یو هغه عامل دی چې هیوادونه خپلواکه کولی شي. په نړۍ او نړیوالو بازارونو کې د هیواد د جوړو شوو شیانو د شتون ضرورت او اهمیّت د هیواد دپراختیا یو ترټولو مهم عامل دی . د صادراتي شیانو چټکتیا، کیفیّت او د شیانو وړاندې کیدا په نړیوالو بازارونو کې د هیواد په روتبې کې غوره رول لوبوي. په کلي توګه،تولید او صادرات د پرمختګ د سِکې دوه مخونه بلل کیدلی شي، صادراتو ته له پامه پرته تولید،یعنی دنړیوال پرمختګ له ودې څخه وروسته پاتیوالی،داخلی بازار ته محدودیدا او په ډیرو عایداتو سترګو پټول.
د نظر خاوندان په دې اند دي چې د صادراتو د تولید روڼتیا د ملی شیانو د تولید او د غیر تیلی اقتصاد د تثبیت لپارهد اقتصادي غوړیدا زمینه جوړولو چورلیز دی .په حقیقت کې تولیداتو صادراتي چورلیز،له بندیز سره د مقابلې او له نورو هیوادونو سره د متقابل اړوندوالي د رامینځةکیدا او د داخلی اقتصاد لپاره د اسعارو د تامینیدا په معنا هم دی پر د ې اساس ، د ایران اقتصاد باید د داخلی تولیداتو د کیفیّت په زیاتولو سره ، ددې په ترڅ کې چې په داخل کې له دغو تولیداتو څخه د لازیاتې استفادې زمینه برابروي،نړیوالو بازارونو ته د خپلو تولیداتو د صادریداپه لړ کې هم عمل کوي.
په ایران کې دتولید دودې یو بل خنډ،ګټه وره برخه واسطه یا دلالي ده .د ایران په اقتصاد کې په مختلفو برخو کې پر واسطه پالنې باندې څه خاص څارنه نشته. معموملا دغه ډول مبادلات په رسمي بڼه نه ثبت کیږي،او دمالیاتي قوانینو تابع نه دي. له یوه پلوه د انفلیّشن شتون اطلاعاتي بډې رشوتونه،د اسعارو ټيټوالی او زیاتیدا او د ویش نامناسب سسټم هم د دوی ګټې زیاتې کړي دي. په همدې دلیل،تولید به د دلالۍ او واسطه پالنې په وړاندې خپل جذابیت له لاسه ورکړي.
په حقیقت کې ثالثي یا دلالي او غیر تولیدي اقتصادي فعالیت د ایران په اقتصاد کې د تولید د ودې پر وړاندې یو خنډ دی.غیر تولیدي،غیر رسمي او رقابتي فعالیت مقصد له هغو فعالیتونو ګټه ترلاسه کول دي چې نه یوازې د ملی اومو تولیداتو پر ودې څه خاص اغیزې نه شیندي،بلکې په متوسط دول،له تولیدي فعالیتونو څخه لازیاته ګټه رامینځةکوي او د هغو د ترسره کیدا آسانتیا لازیاته ده . له اسلامی انقلابه مخکې هم دغه شان فعالیتونه چې زیاتره رابرسیره هم نه وو،بڼه موندلې او دهغو نمونې او مثالونه،د ځایونو یا پراپرټئ ،طلا او اسعارو په حوې کې او دغه راز د ګاډو د حوزې په معاملاتو کې غیر رسمي راکړه ورکړه،د قاچاق واردات،د محصولاتو د تولید د رسمي وارداتو پر ځای د وارداتو ، د داخلی شیانو یا پُرزو پر ځای دمنفعلانه وارداتي پُرزو د ارزښت د لړۍ رامینځته کول،د وارداتي برخو بڼه او بانکي سرمائې او داسې ځيني موردونه .د هغو پام وړ نغدو پیسو سره سره چې د ایران په اقتصاد کې شته دي ،په مختلفو دلیلونو تولید په لور ددغو نغدو کاږل بریالی نه دي،ځکه د ایران په اقتصاد کې دتولید لګښت ډیر لوړ دی او خلک ترجیح ورکوي،څو له لاآسانې لارې خپل عایدات زیات کړي چې یوه ترټولو آسانه لار ئې په اقتصاد کې واسطه پالنه یا دلالي ده.
د ایران په اقتصاد کې دتولید د ودې یو ترټولو مهم خنډ له کوم شک پرته، له ځينو حکومتونو ظاهری اقتصادي لور نیونې دي.د هیواد په اقتصادي مدیریّت کې دغه لورنیونې،د تولید د ودې یو خنډ دی،هغه که له اسلامی انقلابه مخکې ؤ او یا که په اسلامی انقلاب پسې وي.ځکه د هیواد پر اقتصاد د دغو لور نیونو یا تګ لارو حاکمیّت،د هیواد په داخل کې د تولید د سرچینو او عواملو څخه د غفلت او لټۍ سبب کیږي. په حقیقت کې له دغو لورنیونو سره سره ، د تولید د ودې لپاره د لازمو زمینو او عواملو له شتون سره سره ، البته دغه عوامل هماغه شاغن په بالقوه ډول ساتل شوي دي او د هغو د فعالیدا لپاره څه خاص انګیزه نه لیدل کیږي. پر دې اساس،په دغه شان شرائطو کې ، داخلی تولیدات نه یوازې وده نه کوي، بلکې اتفاقا د کیفین او کیمیّت له پلوه هم له ځوړتیا سره مخ کیږي. د مثال په توګه ، کله په یوې تولیدي محوره اقتصادي پروژې کې ، د داخلی ظرفیّتونو د کارولو په ځاي ، هڅه کیږي،څو اداره او او دکار اجرا بهرنیو لورو ته وسپارل شي،نو په داسې بڼه کې،د هیواد داخلی ظرفیّتونو ته بې پروائي کیږي او د هغو د غوړیدا امکان سلبیږي. په بله وینا،د اقتصاد داخلی وده، یوه بله هغه مهمه مؤلفه ده چې د هیواد د اقتصادی حکمرانئ پر اورګان ئې نه واکمنیدا د ایران د اقتصادي جوړښت یو عیب ګنل کیږي . په دیارلسم حکومت کې پر دغه نظر د غلبې لپاره ډيرې هڅې شوي دي.
دوستانو اوس هم راګرځو د لویدیځ چورلیزه یو اړخیز پالنې په لور، دغه مورد چې د هیواد داقتصاد په مدیریّت کې یو ډول بهرني تفکر ته ګروهنه ده، په دې معنا ده چې تل له دنیا سره په اقتصادي معادلاتو کې له دې زیات چې ددنیا له هیوادونو سره د تعامل په لټه کې شو او له درستو هیوادونو سره د ارتباط له ظرفیّتونو څخه د استفادې په لټه کې شو،هڅه شوې ده څو اقتصادي تعاملات لازیات لویدیځي هیوادونو ته ګروهمن شي.حال دا چې ختیځي هیوادونه او په تیره بیا ګاونډیان هم له داسې بې مخینو اقتصادي پوټینشلونو برخمن دي چې له هغو سره پراخ تعامل،دداخلی تولید د ودې لپاره لازیات اهمیّت لري.ددې په ترڅ کې چې باید توجه ولرل شي و،په بهرنی سیاست کې لویدیځي پاله یو اړخیزوالی،اتفاقا د تولید له ودې سره په توپیر کې دی. ځکه اولا،له لویدیځي هیوادونو سره په پرتله کې دهیواد تولیدي پوټینشلونه محدود دي او ثانیا،لویدیځي هیوادونه له ایران سره په اقتصادي تعامل کې، له بل هر شي لازیات،په ایران کې د تولید د وضعیّت په لوړتیا پسې نه ،بلکې د ایران د پراخ مصرف بازار په نیولو پسې دي. د ایران د دیارلسم حکومت واک ته په رسیدو سره لویدیځ پالنه ، کمه شوې ده او په بهرني سیاست کې انډول راوستل په ایجنډا کې شامل شوی دی. په همدې لړ کې هم له ګاوڼډیو هیوادونو دسیمې له هیوادونو او له هغو همپاله هیوادونو سره چې زیاتره هم ختیخي او جنوبی هیوادونه دي ،په بهرنی سیاست کې د جدي لومړیتوب په توګه تعقیبیږي.
دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو ان شاا... په راتلونکي مطلب کې به دایران په اقتصاد کې دتولید د ودې په وړاندې دبهرنیو خنډونو په باب درسره وغږیږو، نو ترهغه مهال مو په نیاؤمن خداي سپارو، بریالي او سوکاله ووسئ .
(سیماب)
***********************************************