د صهیونیسټي رژیم خلاف د نویو جبهو پرانستل ضروري دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل: که له هغو محدودو او کوټلو فرصتونو استفاده ونه شي کوم چې د ملګرو ملتو په نزد موجود دي نو د دغه رژیم خلاف د نویو جبهو د خلاصولو له امکانه تیښته نه شي کیدې.
د ایرنا د خبر له مخې، حسین امیر عبداللهیان د نیواکي ټاټوبي او غزې د بدلونونو په هکله په یوې ټیلیویژني مرکې کښې وویل: که د جنګي جنایتونو دوام بند نه شي او نړۍ سمدستي د جنایتونو بندیدل ونه ویني نو نورې جبهې به پرانستل پرانستل شي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کښې چې آیا ایران به جنګ ته ورودانګي؟ وویل: د هر احتمال تصور کیدې شي. ټینګار کوم چې هیڅ لوری د دې حالت د دوام په اړه بې تفاوته نه شي پاتې کیدې.
هغه زیاته کړه: د مقاومت په سیمه کښې د جنګ پراختیا به یوه داسې صحنه رامینځته کړي چې د قدس د نیواکګر رژيم جغرافیايي نقشه به وربدله کړي.
د ایران خارجه وزیر په دې خبرې سره چې د اکتوبر په اوومه نیټه جعلي اسرائیلي رژيم ړنګ شو، څرګنده کړه: نتانیاهو د کمزورۍ په خاطر جنګ کورونو ته منتقل کړی دی.
امیر عبداللهیان ټینګار وکړ چې په محاسباتو کښې هر څه ته صحي کتنه شړې ده او د مقاومت مشران به پرې نږدي چې صهیونیسټي رژیم په سیمه کښې هر اقدام ترسره کړي او په راتلونکو ساعتونو کښې د هر ډول حیرانوونکي اقدام فکر کیدې شي.
هغه په داوام کښې د حماس خلاف د لویدیځ رسیندوي بهیر ته په اشارې سره وویل: له داعش سره د حماس پرتله کول یو رسندوي جنایت دی چې د یوې آزادي غواړې ډلې خلاف مطرح کیږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې د ملګرو ملتو چارواکو ته پکار دي چې د کړکیچ له لازیاتیدو مخکښې په نړیوال چوکاټ کښې یوه لاره چاره غوره کړي او د نتانیاهو مخه ونیسي، خبرداری ورکړ: وخت په ختمیدو دی او له ناوخته کیدو مخکښې باید سیاسي لارې چارې خپله اغیزه وکړي.
امیر عبداللهیان په پاې کښې څرګنده کړه: ټولې هلې ځلې د ایران او سیمې د ملي امنیت د ضمانت لپاره دی او په دې چوکاټ کښې ټول اقدامات ترسره کیږي خو امنیت د عقلانیت له لارې تیریږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا همداشان د ملایشیا، آیرلینډ او جنوبي افریقي له خارجه وزیرانو سره په جلاجلا ټیلیفوني خبرو کښې هم، په غزه کښې د فلسطینیانو خلاف د اسرائيلو د جنایتونو په سمدستي بندیدو ټینګار کړی دی.