امریکا د اسرائیلو د رژیم ملاتړي ده
زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر« رضا امیري مقدم» له صهیونیسټ رژیم څخه په ملاتړ کښې په امنیت شورا کښې د امریکا سیاسي ویټو د بشري حقوقو او د نړیوالو قوانینو په مناسبې اجرا کښې د ملګروملتونو ناکارندوالی وباله.
هغه په «ایکس» اینټرنیټ پاڼې باندې ولیکل د فلسطین او د غزې په جنګ ځپلو سیمو کښې د بشردوستانه هدفونو لپاره د اوربند د مخنیوي او د صهیونیسټ رژیم په ملاتړ کښې د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا سیاسي ویټو د بشري حقوقو او د نړیوالو قواننیو په مناسبې اجرا کښې د ملګروملتونو ناکارندوالی ثابتوي.
په پاکستان کښې د ایران سفیر رضا میري مقدم دغه راز په خپلو شخصي دندو باندې د عمل کولو په هکله په ملګروملتونو باندې نیوکې سره وویل امریکا د ملګروملتونو امنیت شورا یوه لاسپوڅي ګڼي او له هغې د خپلو سیاسي هدفونو لپاره ناوړه استفاده کوي.
هغه د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا ویټو د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټانو لخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې د دوام لپاره شین څراغ وباله او زیاته یې کړه مجرمان باید د هیګ نړیوالې محکمې ته معرفي شي او عدالت ټینګ شي او اسلامي دنیا باید د نورو مرګ ژوبلو په تمه ونه وسي.