د بمونو او د ماشومانو تر مینځ مقابله کې ماشوم بریالی کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140298-د_بمونو_او_د_ماشومانو_تر_مینځ_مقابله_کې_ماشوم_بریالی_کیږي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال د فلسطین بدلونونو ته په اشارې سره، ویلي: د ماشوم او بم تر مینځ په مقابله کې، له شکه پرته ماشوم بریالی کیږي.
(last modified 2023-10-21T07:52:16+00:00 )
Oct 21, 2023 12:20 Asia/Kabul
  • د بمونو او د ماشومانو تر مینځ مقابله کې ماشوم بریالی کیږي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال د فلسطین بدلونونو ته په اشارې سره، ویلي: د ماشوم او بم تر مینځ په مقابله کې، له شکه پرته ماشوم بریالی کیږي.

د صهیونیستي رژیم د توکم پاله دریځ دوام او د فلسطین د ولس وژله او مظلومیت ددې سبب شو، چي بلاخره فلسطیني مقاومت د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر په ۷ د طوفان الاقصی نومې عملیات کې په اسرائیل رژیم  سخت او نه جبرانېدونکی ګوزار وکړ او کابو ۲ زره صهیونیستان یې هلاک کړ. په دې خاطر اسرائیلي رژیم د خپلې ماتې د جبرانولو لپاره د فلسطیني ښځو او ماشومانو عام وژنې ته مخه کړې ده، او په عامو کورونو، مارکیټونو، روغتونونو، جوماتونو او د بې ځایه شویو په کېمپونو درانه بمبارۍ کوي چي له امله یې تر دې دمه د ښځو او ماشومانو په شمول  ۴ زره فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۳ زره تنه زخمیان شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د راپور له مخې تر پرونه پورې د اسرائیل د بریدونو په دوام کې، ۴ زره او ۱۳۷ شهیدان، او ۱۳ زرو نه زیات فلسطینیان ژوبل شوي دي، چي له تېرې شپې راهیسې هم د دې رژیم په بریدونو کې په سلګونو تنه نورو فلسطینیانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال علی باقري د تاجیکستان له خارجه وزیر سراج الدین مهرالدین سره په کتنه کې وویل: فلسطین د اسلامي امت د بدن یوه ټوکړه ده او د صهیونیستی رژیم جنایتونه د هر یو ازاد غواړی انسان روح او وجدان غمجنوي.

باقري زیاته کړه: په غزې باندې د صهیونیست نیواکګرو په بریدنو کې د فلسطیني ماشومانو د شهدا شمېر دومره زیات دی، چي د جنایاتو په وړاندې یې د چوپتیا ناممکنه کړې ده، خو د ماشوم او بمونو په مقابله کې له شکه پرته ماشوم بریالی دی.

هغه همدارنګه له تاجیکستان سره، د ایران تمدني، فرهنګي، تاریخي، مذهبي او ژبنیز مشترکاتو ته په اشارې سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د لا مضبوطوالې غوښتونکي شو ځکه چي په وېنا یې ګټې دواړو ولسونو ته رسیږي او ورسره په سیمه کې سوله او امنیت له ټینګښت سره مرسته کوي.