صهیونیستان د جنګ او سیاست په میدان کې ماته خوړلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140300-صهیونیستان_د_جنګ_او_سیاست_په_میدان_کې_ماته_خوړلې_ده
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر استازی په عراق کې په غزې کې په المعمداني روغتون باندې د صهیونیست رژیم د برید په غندلو سره، وویل: دا برید د جنګ او سیاست په میدان کې د صهیونیستانو د ناکامی ښودنه کوي.
(last modified 2023-10-21T08:00:42+00:00 )
Oct 21, 2023 12:22 Asia/Kabul
  • صهیونیستان د جنګ او سیاست په میدان کې ماته خوړلې ده

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر استازی په عراق کې په غزې کې په المعمداني روغتون باندې د صهیونیست رژیم د برید په غندلو سره، وویل: دا برید د جنګ او سیاست په میدان کې د صهیونیستانو د ناکامی ښودنه کوي.

صهیونیستي رژیم په تېره اوونۍ کې په غزې کې د المعمدانی په روغتون باندې په بمبار سره، د خپل تاریخ تر ټولو ناوړه جنایت ته بڼه ورکړه، د فلسطین د روغتیا وزارت  ویاند اشرف القدره اعلان وکړ چي په دغه برید کې له ۱۰۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د ایرنا له راپور سره سم، په عراق کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر استازی سید مجتبی حسینی د دې په بیانولو چي د الاقصی د څو اړخیز عملیات په وسیله صهیونیستانو ته سخت زیان واوښتی، جوته کړه: دا یوه جانانه ګوزار وو چي په تېرو ۷۰ کلونو کې یې سارې نه درلوده، په دغه عملیات سره، د دښمن هیبت له مینځه لاړ او سوستوالې یې نړۍ ته څرګنده شوه.

ایت الله حسیني زیاته کړه: د طوفان الاقصی د عملیات ضربه په داسي ډول وه چي صهیونیستي رژیم ورته د ځواب ورکولو جرئت نه درلوده او په دې خاطر یې داسي جنایاتو باندې لاس پوري کړ چي د نړیوالو قوانینو له مخې جنګي جنایت بلل کیږي.

په عراق کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر  استازی ټینګار وکړ: صهیونیستان په دې وروستیو کې خپل بې شرمي او ظلم داسي یو سرحد ته رسولی دی چي حتی د هغه مستکبرو پلویانو او د هغوی لاسپوڅو رژیمونو هم غندلو ته مجبوره شول، په دې خاطر صهیونیستان، هم د جنګ او هم د سیاست په ډګر کې ماته خوړلې ده.