غاصب صهیونیسټ رژیم باید د دنیا له نقشې ورک شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140404-غاصب_صهیونیسټ_رژیم_باید_د_دنیا_له_نقشې_ورک_شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د تقلید یوه مرجع ایت الله حسین نوري همداني وویل: غاصب صهیونیسټ رژيم باید د دنیا له مخ څخه حذف شي.
(last modified 2023-10-23T23:24:58+00:00 )
Oct 24, 2023 00:58 Asia/Kabul
  • غاصب صهیونیسټ رژیم باید د دنیا له نقشې ورک شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د تقلید یوه مرجع ایت الله حسین نوري همداني وویل: غاصب صهیونیسټ رژيم باید د دنیا له مخ څخه حذف شي.

د ایران د تقلید مرجع ایت الله حسین نوري همداني پرون د قم د  جمکران د سپیڅلي جومات له مسوول «حجت الاسلام سید علي اکبر اجاق نژاد» سره په کتنه کښې د فلسطین په غزې تړانګه کښې وروستیو پیښو او د اسرائیلو د جعلي او د ماشومانو د  وژونکي رژیم وحشیانه حملو ته په اشارې سره په  اسلامي ملتونو او حکومتونو په تیره بیا د مقاومت په جبهې غږ وکړ چې د طوفان الاقصی د عملیاتو په دوام سره تر کاملې نابودې پورې د صهیونیسټ رژیم سرطاني دانه ختمه کړي.

د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ جعلي رژیم په حملو ، بمباریو او جنایتونو کښې تراوسه د فلسطین پینځه زره او اوه اتیا کسان شهیدان او پینځلس زره او درې سوه درې اویا نور ژوبل شوي دي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.